لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوشل میډیا یو ساعت فعاله اوسیدل څومره نقصان درکوي؟


که تاسو په شپه اؤ ورځ کې یوازې یو ساعت هم په سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو فعاله اوسئ نو پوهه شئ چې دا فعالیت ستاسو د صحت په تاوان دی ځکه چې خوب مو ورسره ګډوډیږي اؤ دبې خوبۍ نیغ په نیغه اغیزې ستاسو په صحت کیږي.

دغه دعوه اوس اوس په کاناډا کې د ټولنیزو رسنیو د استعمال په هګله په یوه تازه څیړنه کې شوې ده.

د ماشومانو د روغتون ایسټرن اونټاریو د څیړنو ادارې په دې خبره د سر خلاصولو هڅه کړې ده چې په نني دور کې زلمي یا پیغلې خپل اووه، یا اته ساعت خوب ولې نه شي پوره کولی؟

ددغه ادارې په څیړنه کې ویل شوي چې د پیغلو اؤ زلمو د بې خوبۍ عمده علت په ټولنیزو رسنیو فعالیت دی.

ددغه څیړنې له مخې کوم خلک چې په شپه اؤ ورځ کې یوازې یو ساعت هم فیس بک، واټس اپ یا کومه بله ټولنیزه رسنۍ باندې فعاله اوسي هغه د سوشل میډیا نه کارونکو په پرتله زیات د بې خوبۍ سره مخ کیږي چې له دې امله ورته د صحت بیلابیلې ستونزې مخې ته پیښیږي.

څیړنه وایي څومره چې کوم خلک زیات ایپس (انټرنټي اړخونه) یا ویب پاڼې استعمالوي هو دومره د هغوئ خوب کمیږي.

په دغه څیړنه کې دا هم ویل شوي دي چې جینکۍ د هلکانو په پرتله په ټولنیزو رسنیو زیات وخت فعاله اوسي اؤ د بې خوبۍ زیاتې ستونزې هم جینکو ته پیښیږي خو دغه څیړنه وایي چې په دې لړ کې هلکان هم دجینکو نه څه ډیر وروستو نه دي.

څیړنه کې دا هم راغلي چې دا مهال سوشل میډیا په ډیرې چټکتیا سره نړۍ کې خوریږي ، ماشومان، پیغلې اؤ زلمي ددې نوې ټیکنالوجۍ له حده زیات استعمال کوي چې زیاتره وخت له دې امله په دغو خلکو کې بد عادتونه پیدا کیږي اؤ چې دغه عادتونه بیا هغوئ تر درمیانه عمر د ځان سره وړي.

څیړنه په ډاګه کوي چې د تیرو څو لسیزو راهسې په نوي کول کې دبې خوبۍ ستونزه په ډیرې چټکتیا سره خوریږي اؤ ددې لامل د ډیوائسز یا الاتو مصنوعي رڼاګانې ، د کیفین استعمال، د اوده کیدو دپاره د کوم ځانګړي وخت نه درولودل اؤ نوی ټیکنالوجۍ پورې د لاس رسي هڅې دي

ددغه څیړنې نتیجې په طبې مجله جرنل ایکټا پیدیاټرکس کې هم خپرې شوې دي.

XS
SM
MD
LG