لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډله د نړيوال کپ سيمې فاينل ته ورسېده


د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د نړيوال کپ ۲۰۱۸م د روانو سياليو په کوارټرفاينل کې په ۲۰۲ رنزونو نيوزي لېنډ ته ماتې ورکړه او سيمې فاينل ته ورسېده.

د افغان لوبډلې کپتان نوين الحق پچه، ټاس ګټلی او لمړی بيټنګ اخستی او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې لوبډلې په ښه بيټنګ ۳۰۹ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د کوربه نيوزي لېنډ ټول لوبغاړي په ۲۹م اوور کې په ۱۰۷رنزونو اؤټ شو.

کوارټر فاينل کې افغان لوبډلې نه يواځې ښه بيټنګ بلکې ښه بالنګ هم وکړو، او په ۲۰۲ رنزونو يې نيوزي لېنډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان په بالينګ کې مجيب زدران ۸.۱ اوورونو کې په ۱۴ رنزونه ورکړه او څلورلوبغاړي يې وسوځول.

قېص احمد په نهه اوورونو کې ۳۳ رنزونه ورکړه او هغه هم د نيوزي لېنډ د څلورو لوبغاړو په اؤټ کولو کې بريالی شو.

د نيوزي لېنډ يواځې کېټن کلارک زيات ۳۸ رنزونه جوړ کړه، فېلپس په ۳۱ او درې لوبغاړي یې په صفر اؤټ شو.

له دې وړاندې د افغانستان لوبغاړو غوره بيټګ کړی ؤ.

عظمت الله تېز بېټنګ کړی او يواځې په ۲۳ بالونو يې ۶۶ رنزونه جوړ کړي وو.

رحمان الله ۶۹، ابراهيم زدران ۶۸، بهیرشاه ۶۷ رنزونه جوړ کړه او په غوره لوبه کولو يې لوبډلې مخالفه لوبډلې ته ښه ټارګټ ورکړو.

د افغانستان په لوبغاړو کې يواځې اکرام په ۴ او دروېش په درېو رنزونو اؤټ شوي وو.

افغان لوبډله به اوس په سيمې فاينل کې د اسټریلیا سره مخامخ کيږي.

XS
SM
MD
LG