لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انټرکانټننټل هوټل د بريد په وژل شوؤ کې څلور امريکايان وو


د امريکې خارجه محکمې پخلی کړی چې د کابل په انټرکانټننټل هوټل باندې بريد کې په وژل شوؤ کسانو کې څلور امریکايان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

کابل کې د شنبې، خالي په شپه په انټرکانټننټل هوټل وسله وال بريد شوی چې د ۱۴ ساعتو پورې روان وو.

د بهرنو چارو د دفتر وياندې هېدرنويرټ دغه اعلان د چهارشنبې، شورو په ورځ کړی خو هغې د دغو کسانو پېژندګلو نه ده کړې.

د رېکګېټس وياند ګلېن سېلېګ چې د ټرمپ د کمپاين په چارواکو کې پرې د روس په پلټنو کې تور لګول شوی ؤ ويل کيږي هغه د کانټننټل هوټل په برید کې وژل شوی دی.

د سېلېګ کمپنۍ په يو بيان کې ويلي نوموړی د خپل کاروبار په لړ کې د کابل په سفر ؤ چې د انټرکانټننټل په بريد کې د نورو ۲۲ کسانو سره ووژل شو.

بيان کې ويل شوي " د بده مرغه مونږ ته کره خبر ترلاسه شوی چې ګلېن سېلېګ د انټرکانټننټل هوټل په بريد کې وژل شوی دی".

د شنبې په شپه نزدې نهه بجې بريدګر وسله وال چې پوځي جامې يې اغوستې وې په انټرکانټننټل هوټل يې بريد کړی او بيا تندلاري د هوټل نورو پوړونو ته تلي او د اتوار د سهاره پورې يې په هوټل کې مېشتو مېلمنو باندې ډزې کولې.

وروستو تندلاري بریدګر د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.

طالبانو د کانټننټل هوټل د بريد زمه واري منلې او ويلي يې ؤ پينځه بريدګرو يې په هوټل حمله کړې او په ګڼ شمېر کې د وژنو ادعا يې هم کړې وه.

خو د افغانستان د کورنو چارو وزارت په يو بيان کې ادعا کړې وه د طالبانو اتحادي د حقاني شبکې ترهګرو دغه بريد کړی ؤ.

افغانستان او امریکا ادعا کوي چې حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي ځالې لري او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او په کانټننټل هوټل د بريد غندنه يې هم کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG