لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي سفارتخانې کرم ایجنسۍ کې دکډوالو په کیمپ د ډرون برید دعوه بې اساسه بللې


اسلام اباد کې امریکایي سفارتخانې دپاکستان دا دعوه رد کړې ده چې ګنې د چهارشنبې په ورځ قبائیلي سیمه کرم ایجنسۍ کې د ډرون برید دافغان کډوالو په کیمپ شوی دی.

تیره ورځ په کرم ایجنسۍ کې په یو کور شوي د ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي وؤ چې راپورونه وایي دغه دواړه کسان دحقاني دترهګرې شبکې د سر سړي وؤ.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند د زیارت په ورځ دامریکایي سفارتخانې په بیان خپل. غبرګون کې ویلي چې پاکستان اوس هم پخپل لمړي دریځ لاړ دی چې دغه ډرون برید کرمه ایجنسۍ کې د افغان کډوالو په یو کیمپ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل مطبوعاتو ته ویلي پاکستان امریکاسره داسې هیڅ تړون نه دی کړی چې له مخې یې امریکایي پوځ دپاکستان په خاوره بریدونه وکړي.

هغه وویل کرم ایجنسۍ کې شوی برید دغندنې وړ دی اؤ پاکستان دا ګڼي چې دغسې پیښې د دواړو هیوادونو په تماسونو ناوړه اغیزې کوي..

هغه وویل که چرې امریکا پاکستان کې دترهګرو د موجودیت ثبوتونه لري هغه دې مونږ ته راکوي پاکستان به پخپله ددغو ترهګرو په ضد ګامونه اخلي.

پاکستان له دې وړاندې هم څو کرته دامریکا نه غوښتنې کړي چې پاکستان کې دپټو ترهګرو په ضد پخپله د کارروائیو پځایې خپل معلومات باید پاکستان ته ورکوي خو امریکایي اؤ افغان چارواکي تورونه لګوي چې پاکستان پخپله خاوره کې دحقاني شبکې ترهګرو اؤ طالبانو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

په دې وروستیو کې امریکا په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلي اؤ‌ شرط یې ورته ایښی چې ترڅو یې خپلې خاورې نه د ترهګرو ځالې نه وي ختمې کړې پوځي مرستې به نه ورکوي.

خوپاکستاني چارواکي دعوه کوي چې په ضرب عضب عملیاتو کې دترهګرو ځالې له مینځه وړي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG