لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبلخ شخړه:سپینه ماڼۍ وایي شخصي ګټې دې دافغانستان له ګټو مهمې ونه ګڼل شي


عطاء نور ګواښ کړی چې  که دهغه نه په زوره د اقتدار اخستو هڅه وشي نو هغه به مقاومت وکړي

دامریکا سپینې ماڼۍ په افغان اولسمشر اشرف غني‌ اؤ دبلخ په پخواني والي عطاء محمد نور غږ کړی چې نوي والي ته د واک سپارنې عمل زر تر زره په سوله ایز ډول سرته ورسوي.

دسپینې ماڼۍ ویانده وایي امریکا دبلخ موضوع له نزدې څخه څاري اؤ په دې باور ده چې که دغه شخړه نور دوام ومومي نو ګټه یې ترهګرو اؤ دافغانستان دښمنانو ته په لاس ورځي.

تیره میاشت دافغانستان داولسمشر ماڼۍ وویل چې دبلخ د والي عطاء محمد نور لخوا ورکړل شوې استعفا یې منلې اؤ دهغه پځایې یې انجنئیر داوډ د بلخ نوی والي ټاکلی .

خو دافغانستان جمعیت اسلامي ګوند پسې تړاؤ لرونکی عطاء محمد نور نوي والي ته د واک ورکولو نه ډډه کوي اؤ وایي دهغه نه په استعفا اخستو کې ورسره ټګي شوې ده

عطاء نور ګواښ کړی چې که دهغه نه په زوره د اقتدار اخستو هڅه وشي نو هغه به مقاومت وکړي اؤ افغانستان کې به یو نوی جنجال سر راپورته کړي

تیره ورځ واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سانډرس خبریالانو ته وویل امریکا غواړي دبلخ ولایت د واک سپارنې پروسه سوله ایزه هواری ومومي اؤ دامنیت د ټینګښت ترڅنګ د ملي یووالي دحکومت د ژمنو عملي کیدو لامل وګرځي

ویاندې د طاقت له لارې ددغه راپورته شوې شخړې دهواري سره مخالفت وښودلو اؤ په اړوندو اړخونو یې غږ وکړو چې خپلې ګټې باید د افغانستان له ګټو مهې ونه ګڼي.

ویاندې دا هم وویل چې دا دافغانستان کورنۍ معامله ده اؤ باید داساسي قانون په اساس یې دهواري لار ولټول شي.

له دې وړاندې دامریکا مرستیال صدر مائیک پنس هم افغان اولسمشر اشرف غني سره روانه میاشت په ټیلیفوني خبرو کې له هغه غوښتنه کړې وه چې د بلخ د واک سپارنې عمل باید په سوله ایز ډول ترسره شي.

هرڅو که افغان اولسمشر اشرف غني تر دې دمه دعطاء محمد نور په جنجال خپل غوڅ نظر نه دی ښکاره کړی خو عطاء نور تیره اوونۍ ویلي وؤ هغه چمتو دی چې دسولې په خاطر داقتدار نه تیر شي خو په دې صورت کې به اولسمشر اشرف غني اؤ‌ اجرائیه رئیس ډاګټر عبدالله ته هم داقتدار نه لاس اخستل وي

XS
SM
MD
LG