لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان طالبان: د پاکستان په وړاندیز مو پلاوي اسلام اباد ته سفر وکړ


په دوحه، قطر کې د افغان طالبانو دفتر

واشنګټن:- افغان طالبانو په رسمي توګه منلې چې مسوولینو یې د روانې میاشتې په پیل کې اسلام اباد ته سفر کړی او هلته یې د پاکستاني چارواکو په شمول د چین او قطر له استازو سره هم لیدلي او په افغانستان کې د سولې پر مذاکراتو یې ورسره خبرې کړي دي.

د وسلوالو طالبانو له دفتره په پښتو ژبه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قطر سیاسي دفتر د پینځه کسیز پلاوي د سفر په اړه یې رپوټ ترتیب کړی او د طالبانو مشرتابه شورا ته یې لېږلی، چې وایي د هغوی تر لارښوونو وروسته به خپله تګلاره اعلان کړي.

د وسلوالو طالبانو له خوا د سولې د خبرو په اړه دې وروستي اعلان یو ځل بیا هیلې پیدا کړي، چې ګوندې تر راتلونکي پسرلي مخکې- چې وسلوال هر کال نوې جګړه پیلوي- د افغان چارواکو او طالب مشرانو تر منځ د رسمي مذاکراتو بهیر پیل شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو استازو دا سفر د پاکستان تر هغه وړاندیز وروسته وکړ، چې ویل یې د افغانستان د سیاسي حل او له طالبانو سره په خبرو اترو کې به مرسته وکړي، خو پاکستان د طالبانو د سفر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

رویټر خبري اېجنسۍ یوه اوونۍ وړاندې په خپل یوه رپوټ کې ویلي وو، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده خپل یوه پلاوي ته اجازه ورکړې وه، چې په اسلام اباد کې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، خو وسلوالو طالبانو هغه وخت دا خبر رد کړی وو.

خو افغان طالبانو اوس منلې چې اسلام اباد ته ورغلي پلاوي یې د افغان حکومت له استازو سره لیدلي، دواړو غاړو د یو بل خبرې اورېدلې او خپل نظریات یې سره تبادله کړي دي، چې په څه ډول مذاکرات وغزوي او په افغانستان کې د دایمي امن لپاره د حل لاره ولټوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو پلاوي د افغان حکومت له استازو سره تر خبرو وروسته د پاکستاني چارواکو په مرسته د چین، قطر او ځینو نورو هېوادونو له چارواکو سره هم ولیدل او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

پاکستاني چارواکو تر اوسه نه دا منلې چې د افغان طالبانو پلاوی اسلام اباد ته ورغلی او نه یې په دې اړه څه غبرګون څرګند کړی دی، خو ځینو سفارتي سرچینو وي.او.اې ته په خبرو کې تایید کړې، چې د طالبانو پلاوی د روانې جنورۍ میاشتې په پیل کې اسلام اباد ته تللی وو.

د طالبانو یوه مشر هم له وي.او.اې سره په خبرو کې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر تایید کړ، خو په ټینګار سره یې وویل چې هغوی یواځې د خپلو کورنیو له کسانو او په دې هېواد کې د افغان کډوالو له مشرانو سره لیدلي او سلا مشورې یې ورسره کړې دي.

د طالبانو په پلاوي کې د دوی د قطر دفتر استازي جان محمد مدني، مولوي شهاب الدین دلاور، سید رسول حلیم، محمد سهېل شاهین او قاري دین محمد شامل وو.

د طالبانو پلاوي په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کړی، چې دا هېواد د امریکې له خوا تر سختو فشارونو لاندې دی او له دې کبله یې پوځي مرسته ورباندې وځنډوله، چې وایي پاکستان افغان طالبانو او حقاني ډلې ته پناه ورکړې، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ بریدونه پلانوي.

افغان ولسمشر اشرف غني په وار- وار پر وسلوالو طالبانو غږ کړی چې نور جګړه بس کړي او د خبرو اترو مېز ته ورسره کښېني، خو طالبانو یې تل وړاندیزونه رد کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵م کال کې هم په پاکستان کې د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ د امن لپاره څلوراړخیزې خبرې پیل شوې، چې د پاکستان، افغانستان، چین او امریکې استازي پکې شامل وو، خو د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر د مړینې خبر دغه خبرې اغېزمنې کړې او د ځنډ ښکار شوې.

XS
SM
MD
LG