لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: ۲۰۰ بلوڅ وسلوالو پر جنګ پرېښوولو یو یو لک روپۍ اخیستي


یو بلوڅ وسلوال د بلوچستان وزیراعلی میرعبدالقدوس بزنجو ته خپله وسله ورکوي

واشنګټن.ډي.سي:ـــ د بلوچستان په تربت سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ ازادي غوښتونکو بلوڅانو د نغدو روپیو په بدله کې خپله وسله ایښې او حکومت ته تسلیم شوي دي. وزیراعلی بزنجو له نورو خپلواکي غوښتونکو مشرانو هم غوښتنه کړې، چې نور له جګړې لاس واخلي.

د پاکستان مشهوره انګرېزي ورځپاڼه ډان د بلوچستان د حکومتي سرچینو له قوله لیکي، په هغو کسانو کې چې وسله یې پر مځکه ایښې ۱۵ مهم قومندانان هم شامل دي.

ورځپاڼه وایي تسلیم شوي اکثر د بلوچ لیبرېشن فرنټ وسلوال دي، چې پاکستان ناقانونه اعلان کړی او مشري یې ډاکټر الله نذر بلوڅ کوي.

د بلوچستان حکومتي چارواکي وایي، دغو کسانو د ورانکارۍ په یو لړ چارو کې لاس درلود، چې له هغو څخه پر امنیتي ځواکونو بریدونه او بمي چاودنې هم د یادونې وړ دي.

ډان ورځپاڼه لیکي چې د دغو ۲۰۰ وسلوالو د تسلیمۍ په غونډه کې د بلوچستان نوي وزیراعلی میرعبدالقدوس بزنجو، د پوځ د جنوبي کمانډ کمانډر عاصم سلیم باجوه او نورو لوړرتبه پوځي او حکومتي چارواکو ګډون کړی وو.

وزیراعلی بزنجو په دې غونډه کې هر وسلوال ته د وسلې ښولو په بدل کې یو لک روپۍ ورکړې دي. ښاغلي بزنجو غونډې ته په وینا کې پر جلاوطنه مرورو بلوڅ مشرانو هم غږ کړی، چې جګړه پرېږدي او خپل وطن ته ور ستانه شي:

"ریاست [وطن] د مور غوندې وي او مور تل خپلو بچیو ته بخښنه کوي، خو کله چې بچي په خبره ځان نه پوهوي، نو بیا ورسره ریاست د پلار چلند کوي"

د ډاکټر عبدالمالک او نواب ثناؤالله زیهري د واکمنۍ په مهال په تېرو څو کلونو کې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان د رسنیو په وړاندې ښکاره کړل شوي، چې وایي د پاکستان په ضد یې له وسلوالې مبارزې لاس اخیستی دی.

خو د خپلواکي غوښتونکو سازمانونو مشرانو یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي او وایي چې د دوی هیڅ یوه وسلوال هم د بلوچستان د ازادۍ تحریک نه دی پرېیښی.

په بلوچستان کې بېلابېل د بلوڅو خپلواکي غوښتونکي سازمانونه فعال دي، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ضد جنګېږي. په دوی کې ځینې پر خپلو وسایلو بشپړ واک غواړي او ځینې یې له پاکستانه د بېل خپلواک بلوچستان غوښتنه کوي.

XS
SM
MD
LG