لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راؤ انوار وایي پخپل سر وژنې خو دسندهـ دپولیسو تګلاره ده


په کراچۍ کې د پولیسو په نقلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار تور لګولی چې دمحکمې نه پشي شا وژنې د سندهـ دپولیسو دمشر یا ایي جي تګلاره ده اؤ هغه په دغه تګلاره عمل کړی.

خو دسندهـ دپولیسومشر ای ډي خواجه نه یې تراوسه پولیسو ته پخپل سر دچا د وژنو وینا کړې ده اؤ نه هم دا دسندهـ پولیس تګلاره ده ، انوار باید د دروغو ویلو پځایې ځان قانون ته وسپاري.

دکراچۍ دملیر ضلعې په پخواني ایس ایس پي راؤ انوار تور دی چې په۱۳مه جنورۍ یې دجنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ۲۳ کلن زلمي نقیب دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی دی.

دنقیب پلار دخپل زوئ د وژنې مقدمه د راؤ انوار په ضد درج کړې ده چې له هغې وروسته پولیسو ددغه پولیس افسر دنیولو دپاره چاپې وهل پیل کړي خو راؤ انوار ځان پټ کړی دی.

دپاکستان یو شخصي ټي وي چینل سره خبرو کې راؤ انوار ویلي دي هغه هیڅ ناسم کار نه دی کړی نو بیا پولیسو ته ولې ګرفتاري ورکړي؟

راؤ انوار وایي دپولیسو دلوړپوړو چارواکو په غونډو کې ویل شوي وؤ چې هیڅ یو ترهګر باید په زمکه قدم کښینږدي اؤ هغه دخپلو مشرانو دغه امر منلی دی.

دنقیب مسید د وژنې دپلټنو دکمیټې لخوا ترتیب شوي راپور کې نقیب مسید بېګناه اؤ دپولیسو مقابله نقلي ګرځول شوې ده خو راؤ انوار پخپله خبره اوس هم ولاړ دی اؤ وایي ددغه پیښې دپلټنو دپاره دې داستخباراتي اؤ پوځي ادارو په ګډون دپلټنو یوه ګډه ډله جوړه کړل شی نو هغې ډلې ته به مخ شي اؤ خپل ثبوتونه به ورکړي.

هغه پخپل کور دپولیس چاپې دځان سره زیاتی بللی اؤ وایي که دچاپو دغه لړۍ ونه درؤل شوه نو د پولیس دسرلښکر په ګډون به د ټولو مشرانو په ضد د ډاکې مقدمه وکړي.

خو دسندهـ دپولیسو مشر ای ډي خواجه دځان په ضد د راؤ انوار تورونه رد کړي اؤ په هغه یې غږ کړی چې نور د دروغو ویلو نه تیر شي اؤ ځان قانون ته وسپاري.

ای ډي خواجه دغه پاکستاني ټي‌ وي چینل ته ویل چې هغه دمحکمې نه دپشې پشا یا پخپل سر د وژنو سخت مخالف دی اؤ راؤ انواز دقانون نه دځان بچ کولو په خاطر په هغه اؤ نورو لوړ پوړو پولیس افسرانو بې ځایه تورونه لګولي دي.

له دې وړاندې روانه اوونۍ کې راؤ انوار دپاکستان نه دوبۍ ته دتښتیدو هڅه هم کړې وه خو په اسلام اباد هوایي ډګر یې د تیښتې مخه نیول شوې وه.

دنقیب مسید د وژنې نوټس دپاکستان سترې محکمې پخپله اخستی اؤ امر یې کړی چې راؤ انوار دې سبا په شخصي توګه محکمې ته وړاندې شي.

خو راؤ انوار ویلي دهغه وکیلان دهغه په ضد د درج شوې مقدمې جاج اخلي اؤ له هغې وروسته به پخپله محکمې ته ځان وړاندې کړي.

دسترې محکمې په امر د راؤ انوار نوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې اچول شوی ترڅو هغه هیواد نه ونه تښتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG