لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اولسمشرغني:تحمیل شوې جګړه به دښمن بائیلي اؤ مونږ به یې ګټو


اشرف غني وویل” زمونږ دښمنان باید په دې پوئ شي چې دافغانستان دپرمختګ مخه نه شي

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دافغانستان دخلکو اراده پیاوړې ده اؤ هغه باور لري چې په افغانستان تحمیل شوې جګړه به دښمن بايلي اؤ افغانان به له دې جګړې په بریالیتوب اوځي.

اولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د روانې میاشتې په ۲۰مه نیټه دکابل په انټر کانټینینټل هوټل یو ترهګریز برید کې د ۱۴بهرنیانو په ګډون خواوشا ۲۳ کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دافغان اولسمشر دماڼۍ نه دجاري شوي بیان له مخې تیرماښام کابل کې دمخابراتو اؤ معلوماتي ټیکنالوجۍ د ولایتي رئیسانو اؤ اترا ادارې مسوؤلینو سره خبرو کې ښاغلي اشرف غني دکابل په وروستي برید دخفګان ښکاره کولو په ترڅ کې دا ډاډ هم څرګند کړو چې افغانستان کې د روان تاؤ تریخوالي پایې نزدې شوې اؤ دښمن ناهیلی شوی دی.

هرڅو که افغان اولسمشر په څرګند ډول نه دی ویلي چې دښمن کلیمه چا دپاره کاروي‌ خو هغه زیاتره مهال پخپلو ویناګانو کې زیاتې نیوکې په پاکستان کوي اؤ وایي چې اسلام اباد په کابل نااعلانه جګړه تحمیل کړې ده.

اولسمشر اشرف غني وویل” زمونږ دښمنان باید په دې پوئ شي چې دافغانستان دپرمختګ مخه نه شي نیولی ځکه چې مونږ هره ورځ غښتلي کیږو”

هغه دمعلوماتي‌ ټیکنالوجۍ دکنفرانس جوړؤلو ستائنه وکړه اؤ وئ ویل د ټکنالوژۍ چټکتیا هره ورځ پراخېږي چې د څلورم صنعتي انقلاب په څير د خلکوپر ژوند دپام وړ تاثیرات لري.

هغه د انټرنیټ د کیفیت پر ښه والي او د بیې پر ټیټوالي دټینګار ترڅنګ وویل خلک د مخابراتي کیفیت څخه راضي نه دي.

ښاغلي غني څرګنده کړه، چې د مخابراتو سکتور باید تر حکومتي لوړ لیدلوری ولري او د همدې لیدلوري په اساس کار وکړي او په دې برخه کې لازیاته همغږي لازم ده.

هغه د پسته خانو پر اړتیا هم ټینګار وکړو اؤ وې ویل په دې برخه کې باید د نورو هېوادونو له تجربو څخه استفاده وشي.

په دې کتنه کې لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي وویل د انټرنیټ د بیو د کموالي، پسته خانو د جوړولو، برېښنایي حکومتولۍ، له سیم کارتونو څخه د غیرقانوني استفادې د مخنیوي او مسلکي روزنیزې برنامې به د مخابراتي سکتور د پیاوړتیا په خاطر په راتلونکي کې عملي شي

XS
SM
MD
LG