لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نقیب مسید سره له نیول کیدو وروسته پولیسو څه کړي وؤ ؟


دپاکستان دسندهـ ایالت پولیسو کراچۍ کې د نقیب مسید د وژنې په اړه دخپلو پلټنو راپور سترې محکمې ته سپارلی چې پکې ویل شوي نقیب مسید پولیسو په نقلي مقابله کې وژلی.

دجمعې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو سترې محکمې ته د سپارل شوي پلټنیز راپور جذئیات خپاره کړي اؤ ویلي یې دي د۱۵ؤ پاڼو په دغه راپور کې هاغه ټول جذئیات مخې ته راوړل شوي چې پولیسو څنګه نقیب مسید ونیولو اؤ‌ بیا یې په کومه طریقه وژلی ؤ ؟

دقبائیلي سیمې اوسیدونکي‌ ۲۳ کلن ځوان نقیب مسید په کراچۍ کې مزدوري کوله اؤ په ۱۳مه جنورۍ هغه پولیسو له نیولو وروسته په ډزو وژلی ؤ.

دنقیب مسید له وژنې وروسته د ملیر ضلعې دپولیسو مشر یا ایس ایس پي راؤ انوار دعوه کړې وه چې نقیب مسید ترهګر ؤ خو په ګرد پاکستان کې د هغه په وژنه احتجاجونه شوي وؤ اؤ نقیب مسید یې بېکناه یاد کړی ؤ.

په سوشل میډیا دسخت غبرګون اؤ دهیواد بیلابیلو برخو کې داحتجاجي مظاهرو نه وروسته دپاکستان سترې محکمې د نقیب مسید د وژنې نوټس پخپله اخستی دی اؤ دسندهـ دپولیسو دمشر یا ایي جي نه یې په ۲۷مه جنورۍ ددغه پیښې په اړوند راپوړ غوښتی ؤ.

دنقیب مسید کورنۍ دهغه د وژلو دعوه دکراچۍ دپولیسو په پخواني مشر یا ایس ایس پي اؤ دهغه دډلې په نورو پولیسو کړې ده.

پاکستاني میډیا وایي دلوړ پوړو پولیس افسرانو یوې کمیټې چې دنقیب مسید د وژنې په اړوند کومې پلټنې کړي کړي هغه یې سترې محکمې ته سپارلي اؤ په دغو پلټنو کې دپیښې ټوله پړه په راؤ انور اؤ دهغه دډلې په نورو پولیسو اچول شوې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې نقیب مسید د نورو دوؤ کسانو سره یو ځایې په دریمه جنورۍ د سهراب ګوټهـ سیمې نه پولیسو پورته کړی ؤ‌ خو د راؤ انوار ډ ډلې پولیسو وروسته د نورو دوؤ تنو نه رشوت واخستو اؤ هغوئ یې پریښودل اؤ نقیب مسید یې د مقابلې په پلمه ووژلو.

سرچینې وایي پولیسو چې نقیب سره یو ځایې کوم دوه کسان نیولي وؤ دهغوئ بیانونه هم دپلټنو کمیټې اخستي دي.

راپور کې راغلي‌چې د کراچۍ په زندان کې پروت طالب بندي قاري احسان د نقیب مسید په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار دا دعوه رد کړې ده چې ګنې نقیب مسید دهغه ملګری ؤ.

قاري احسان دپلټنو کمیټې ته ویلي چې دا هاغه نقیب نه دی چې پولیس یې په لټه کې دي.

دپولیسو په دغه راپور کې راغلي‌چې دنیول کیدو نه وروسته پولیسو نقیب مسید یو شخصي زندان ته اچول ؤ چې هلته ۴۷ نور بندیان هم وؤ‌.

دپلټنو راپور وایي چې ددغو بندیانو نه به پولیس څلور یا پینځه، پینځه کسان بوتلل اؤ‌ د مقابلې په نوم به یې وژل.

راپور کې دا خبره هم واضحه کړل شوې ده چې په کوم ځایې کې پولیسو نقیب مسید وژلی هلته د اسې هیڅ ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي چې ګنې ویشتل شوؤ کسانو هم په پولیسو ډزې کړي دي اؤ د پلټنو ډلې یوازې د پولیسو دټوپکو نه وتلي ۲۶ خولې(تش کارتوسونه) موندلي دي

راپور زیاتوي چې دپولیس مقابلې د سرکاري ایف ايي ار لمړي دپلټنو افسر دځینو مهمو رازونو نه پرده پورته کړې وه خو وروسته دغه افسر ته دپولیس مقابله کې د ویشتلو ګواښونه شوي دي.

د راپور ترمخه راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې نور پولیس پلټنو ته نه دي حاضر شوي اؤ ځانونه یې پټ کړي دي

دپلټنو کمیټې پخپل راپور کې سپارښتنه کړې ده چې د نقیب مسید د وژنې دپلټنو ذمه واري دې کوم بې پلوه افسر ته ورکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG