لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خارجه ویاند:دملل متحد څارګرې ډلې زیات پام حافظ سعید ته ګرځولی


پاکستان وایي دملګرو ملتونو دامنیت شورا د بندیزونو څارګره ډله اسلام اباد ته رارسیدلې اؤ دغه ډله فکر کوي چې د بندیز لاندې ۲۵ تنظیمونه اؤ ۳۶کسان دپاکستان څخه فعالیتونه کوي خو زیات پام یې حافظ سعید اؤ دهغه سره مربوط ګوند ته ګرځولی.

حافظ سعید د ملګرو ملتونو دبندیز لاندې د راغلي تندروه مذهبي تنظیم جماعت الدعوه مشري‌په غاړه لري اؤ امریکا اؤ هند تور لګوي چې جماعت الدعوه په کال ٢٠٠٨م کې په ممبۍ ښار کې شوي ترهګر بریدونو کې لاس لري.

راپورونه وایي چې دحافظ سعید دډلې ترڅنګ پاکستان کې داسې ګڼ تنظیمونه اؤ اشخاص فعالیتونه کوي چې ملګرو ملتونو پرې بندیز لګولی.

په دغو تنظيمونو کښي القاعده، تحريک طالبان پاکستان، لشکر جهنګوي، لشکر طيبه، جماعت الدعوه، فلاح انسانيت او يو شمير نور تنظيمونه شامل دي.

د روانې میاشتې په پیل کې دملګرو ملتونو دامنیت شورا پریکړه کړې وه چې خپل یو پلاوی به اسلام به ته لیږي ترڅو د نزدې څخه وګوري چې پاکستان د ملګرو ملتونو لخوا په تنظیمونو اؤ اشخاصو لګیدلي بندیزونه څومره عملي کوي؟

دپاکستان دبهرنیو چارو د دفتر ویاند ډاکټر فیصل د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي د امنیت شورا دغه څارګره ډله پخپل دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رارسیدلې اؤ دلته ورته د ترهګرو په ضد داخستل شوؤ ګامونو په اړوند احوال تیر کړل شوی دی.

ویاند ویلي ددغه څارګرې ډلې پاکستان ته له راتګ وړاندې حکومت دتندروه اؤ ترهګرو ډلو په ضد ځانګړي ګامونه اخستي وؤ اؤ دغو تنظیمونو ته د چندو ورکولو په ضد یې په مطبوعاتو کې اشتهارونه خپاره کړي وؤ.

ډاکټر فیصل وویل دپاکستان سیکیورټيز اینډ ایکسچینج کمیشن (ایس ایي سي پي‌ّ)هم یوه اعلامیه کې دپاکستان دننه کارکوونکو کمپنیو ته ویلي چې باید هغوئ د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو سره راکړه ورکړه ونه کړي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل دملګرو ملتونو څارګړې ډلې ته دترهګرۍ په ضد دپاکستان دریځ روښانه کړل شوی اؤ اوس به دا ډله پاکستان کې دناچله تنظیمونو دفعالیت په اړړند خپل راپور دملل متحد کمیټې ته وړاندې کوي.

سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه پاکستان په يادو تنظيمونو باندې د چندې یا پېسو راټولولو بنديز لګولې ؤ او له خلکو یې غوښتي وو چې دغو تنظيمونو سره دې مالي مرستې نه کوي.

تیرکال دنومبر په میاشت کې دپاکستان یوې محکمې دناچله ګرځول شوي تنظیم جماعت الدعوه دمشر حافظ سعيد د لسو مياشتو دنظر بندۍ وروسته د خوشي کیدو امر کړی ؤ چې دهغې راپدیخواحافظ سعید د پاکستان په لويو لویو ښارونو کښي په ښکاره جلسې کړي او د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ويلي وو د حافظ سعيد پرضد پاکستان کښي څه مقدمه نشته نو څنګه د هغه پرضد پاکستان کاروايي وکړي.

په پاکستان کې دبندیزونو لاندې دنیول شوؤ تنظیمونو او غړو په ښکاره فعالیتونو د عوامي نيشنل پارټۍ افراسياب خټک وايي داسې کارونه د پاکستان په خپل تاوان دي.

ښاغلی افراسیاب خټک وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي ٫٫ د دغه تنظيمونو او غړو پرضد کاروايي پخپله د پاکستان په ګټه ده او دا پریکړه د کال ٢٠١٤ د ترهه ګرې پرضد قامي تګلارې یا نېشنل ایکشن پلان کې هم شوې ده.٬٬

د راېټرز خبري ادارې یو رپورټ تر مخه جماعت الدعوه تنظیم په پاکستان کښي ٣٠٠ مدرسې او سکولونه لري. دغه تنظیم د یو شمیر هسپتالونو چلوي او نژدې ۵۰۰ تنه بې پېسو د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډيشن سره کار کوي او په سونو نور کارکونکي دوي په تنخوا هم ساتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG