لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي این ای رپورټ:په څلور کلنه عاصمه جنسي تیری شوی،دسترې محکمې پخپله نوټس


دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په مردان کې په یوې څلور کلنې ماشومې عاصمه دجنسي تیري نه وروسته دهغې دوژنې پخپله نوټس اخسی اؤ دخیبرپښتونخوا دپولیسو دمشر یا ایي جي څخه یې په یو شواروز کې ددغه پیښې په اړوند راپور غوښتی دی.

بلخوا د وژل شوې ماشومې د ډي این ای رپورټ نه ثابته شوې ده چې په هغې جنسي تیری شوی دی.

د روانې میاشتې په ۱۵مه نیټه د مردان د ګوجر ګړۍ دجندرپار نه د بې درکه شوې څلور کلنې ماشومې مړی د پټو څخه موندل شوی ؤ

دهغې دمړي موندل کیدو نه دوه ورځې وروسته د مردان ضلعي ناظم حمایت الله مایار دعوه کړې وه چې د عاصمه د پوسټمارټم رپورټ نه ثابته شوې ده چې په هغې جنسي تیر ی شوی خو د مردان دپولیسو ضلعي مشر میا سعید دخبریالانو په وړاندې دریځ خپل کړی ؤ چې دغه ماشومه په مرۍ د زور کولو له امله مړه شوې اؤ‌پوسټمارټم راپور کې د جنسي تیري هیڅ خبره نه ده په ګوته شوې .

وروسته د عاصمه په وژنه کې پولیس په لاس کې لرونکي شهادتونه اؤ مواد د ډي این ای دپاره دپنجاب فرانزک سائنس ایجنسۍ ته لیږلي وؤ‌ چې په هغې کې جامې، ګلاس اؤ بستره شامل وه.

د پنجاب فرانزک سائنس ایجنسۍ مشر ډاکټر اشرف طاهر دجمعې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو ته ویلي د ډي این ای نه ثابته شوې چې په عاصمه باندې جنسي تیر ی شوی دی.

ډاکټر اشرف ویلي دپښټونخوا پولیسو چې ورته کوم مواد لیږلي دهغې نه یې دیو تن ډي این ای پورته کړې اؤ اوس له دغو موادو د یو بل تن ډي‌این ای اخستل کیږي چې له هغې وروسته به دعاصمه نمونې اؤ د شکمن تن ډي این ای پخپلو کې پرتله کولی شي.

له دې وړاندې په روانه اوونۍ کې دپنجاب په قصور ښار کې هم د جنسي تیري نه وروسته د وژل شوې اووه کلنې ماشومې زینب قاتل د ډي این ای ټیسټ په کولو سره نیول شوی ؤ .

دپنجاب حکومت اؤ‌ پولیس چارواکي وایي د زینب د وژنې په تور دنیول شوي تن عمران د ډي این ای نه ثابته شوې چې هغه قصور سیمه کې په بیلابیلو وختونو کې د وژل شوؤ اتوؤ وړو جینکو په وژنه کې هم لاس لري.

د زینب د وژنې په تور نیول شوي تن د خپل جرم اقرار هم کړی دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په وړو ماشومانو د جنسي تیري پيښو کې اضافه لیدل شوې اؤ څیړونکي وایي ددې وجه داده چې دپاکستان په نصابي کتابونو کې نه خو ماشومانو ته داسبق ورکول کیږي چې دممکنه خطرو په مهال به ځان څنګه ژغوري اؤ نه هم د زیاتره مور اؤ پلار داپوهه لري چې خپلو ماشومانو ته دجنسي تیري نه دخوندي توب لارې په ګوته کړي.

د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه د تېر ۲۰۱۷م کال په لمړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې د ۱۷۶۴ ماشومانو د جنسي تيري پېښې رپوټ شوې وې.

په دغه شمېره کې تر ټولو زياته شمېره د پنجاب صوبې وه او هلته ۱۰۸۹ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو، سندهـ صوبه کې ۴۹۰ پېښې، بلوچستان کې ۷۶، قبايلي سيمو کې ۵۸، خېبرپښتونخوا کې ۴۲ او ازاد کشمير کې ۹ پېښې رپوټ شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG