لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا:پاکستان دې دمشال راډیو د دفترونو تړلو پریکړه بیرته واخلي


مشال راډیو
مشال راډیو

امریکا دپاکستان نه غوښتنه کړې چې پخپل هیواد کې دمشال راډیو تړل شوي دفترونه دې بیرته پرانزي.

د روانې میاشتې په ۱۹مه نیټه دپاکستان دکورنیو چارو وزارت د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په رپورټ په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر تړلی ؤ. د ایی ایس ایي په راپور کې مشال راډیو باندې دپاکستان ضد خپرونو تورونه لګول شوي وؤ

خو مشال رېډیو (رېډیو فري یورپ) د پاکستان تورونه رد کړي او وايي اوریدونکو ته بې پلوه مالومات ورکوي.

د زیارت په ورځ د امریکا دبهرنیو چارو دمحکمې ویاندې هیټرا نوارټ خبریالانو ته ویلي امریکا د پاکستان دکورنیو چارو د وزارت په هغه پریکړه سختې اندیښنې لري چې له مخې یې اسلام اباد کې ریډیو لبرټي اؤ‌مشال راډیو دفترونه تړل شوي دي.

ویاندې ویلي امریکا په دې اړوند پاکستان دخپلو اندیښنو څخه خبر کړی اؤ په اسلام اباد یې ټینګار کړی چې په سمدستي ډول باید ددغو دفترونو د تړلو پریکړه بیرته واخلي اؤ د مشال ریډیو خپرونو ته دې اجازه ورکړي.

مشال رېډیو د ازادې اروپا یا ازادي رېډیو څانګه ده، چې امریکې په مالي مرسته چلېږي. مشال خپلې خپرونې د ۲۰۱۰م کال د جنورۍ په ۱۵مه پیل کړې او د ورځې ۹ ساعته خپرېږي

د مشال رېډیو مرکزي دفتر د چیک جمهوریت په پایتخت پراګ کې دی، خو د مشال ریډیو خبریالان د خپلوخبري چارو پرمخ بوتللو لپاره په اسلام اباد کې هم دفتر لري. دا رېډیو په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې هم خبریالان لري، چې هره ورځ پر روانو چارو او د خلکو پر ستونځو ورته رپوټونه جوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG