لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې درېوؤ ورځو کې د راؤ انوار دنیولو امر کړی


دپاکستان سترې محکمې د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار په دریوؤ ورځو کې دننه دنیولو اؤ مححکمې ته د وړاندې کولو امر کړی.

محکمه وایي نقیب مسید ددې قام یو بچی ؤ اؤ ریاست ته به هیڅکله د عامو وژنو اجازه ورنکړي.

سترې محکمې په پاکستان کې د (چارټر) الوتکو لرونکو شخصیاتو سوګندونه هم غوښتی چې ایا راؤ انوار خو یې پخپله الوتکه کې له هیواده بهر نه دی ویستی.

په سوشل میډیا داسې ګونګوسو سر راپورته کړی چې دملیر پخوانی ایس ایس پي راؤ انوار دهیواد یو بانفوذه شخص دځان سره پټ کړی دی.

په راؤ انوار تور دی چې په ۱۳مه جنورۍ یې کراچۍ کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ۲۳ کلن زلمی نقیب مسید دپولیسو یوه نقلي مقابله کې وژلی دی چې دهغه د وژنې مقدمه دایس ایس پي راؤ انوار په ضد درج کړل شوې ده.

په ګرد هیواد کې د نقیب مسید په وژنه د شوؤ احتجاجونو په اساس سترې محکمې د نقیب مسید د وژنې پخپله نوټس اخستی ؤ اؤ راؤ انوار یې نن دخالي په ورځ محکمې ته بللی ؤ خو نن محکمه کې ددغه دوسیې داوریدنې په مهال راؤ انوار محکمې ته نه دی وړاندې شوی.

دمشر قاضي ثاقب نثار په مشرۍ د سترې محکمې دکراچۍ څانګه کې نن دنقیب مسید د وژنې دوسیه اوریدل شوې چې په دغه موقعه د سندهـ دپولیسو مشر ای ډی خواجه اؤ د نقیب مسید د وژنې دپلټنو دپاره ټاکل شوي پولیس افسران محکمې ته وړاندې شوي.

د اوریدنې په مهال مشر قاضي پوښتنه کړې چې محکمې راؤ انوار هم راغوښتی ؤ ایا هغه محکمې ته حاضر شوی خو دسندهـ دپولیسو مشر ای ډي خواجه سترې محکمې ته ویلي چې هغه مخرور شوی دی.

سترې محکمې دپولیسو نه پوښتلي چې تر اوسه یې د راؤ انواز دنیولو دپاره څه هڅې کړي؟

ای ډي خواجه سترې محکمې ته ویلي پولیسو هر شان هڅه کړې چې د نقیب مسید په وژنه تورن راؤ انوار ونیسي خو تر کومې چې هغه په اسلام اباد کې ؤ‌هغه مهال یې په ضد مقدمه نه وه درج نه ځکه د نیولو نه بچ شوی دی.

د ددوسیې اوریدنې په مهال مشر قاضي د الوتکو دڅار د ادارې چارواکو نه پوښتنه کړې چې ایا راؤ انوار خو به کومه شخصي الوتکه کې له هیواد ه نه وي وتلی؟

په دغه مهال مشر قاضي ثاقب نثار ویلي دسندهـ پولیسو مشر ته ویلي چې دنقیب مسید د وژنې د کیس په وړاندې بوتلو کې باید دهیچا فشار ته غاړه کښینږدي اؤ په دریو ورځو کې دې راؤ انوار ګرفتار اؤ محکمې ته وړاندې کړي.

په پاکستان کې په میډیا داسې ګنکوسې هم روانې دي چې راؤ انوار یو بانفوذه کاروباري سړي، چې هغه خپله الوتکه هم لري دځان سره پټ کړی دی.

دسترې محکمې مشر قاضي هم ویلي چې دلته ډیر لویې لویې خلک شته ، چې خلک ځان سره پټوي. خد دشخصي الوتکو لرونکو ټولو کسانو نه دې سوګندونه واخستل شي چې هغوئ خو پخبله الوتکه کې راؤ انوار نه دی ویستلی؟

دنقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار په سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ دمشراصف علي زرداري نزدې ملګری یادیږي

اؤ د خالي په ورځ د سندهـ صوبې د وزیراعلي څخه اسلام اباد کې خبریالانو سختې پوښتنې کړي چې تر اوسه راؤ انوار ولې نه دی نیول شوی؟

خو وزیراعلی دغو پوښتنو ته یوازې همدومره ځواب ویلی چې دهغه نیول دپولیسو کار دی

XS
SM
MD
LG