لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

غزني:د راکټ برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي


دا په دوه زره دولسم کې د عاشورا د مراسمو په ترڅ کې د تیر برید ټپیان دي.

دافغانستان په غزني ولایت قره باغي سیمه کښې په یو راکټ برید کښې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان ډي. په وژل شوو کښې زیاتره ماشومان دي.

د وي او اې خبریال ایاز ګل د راپور ترمخه د جمعې په ورځ شوي د دغه برید په اړه مختلف راپورونه راغلي. یوې لورې ته د غزني یو ولایتي چارواکي وي او اې سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې دا راکټ برید د طالبانو وسله والې ډلې ترسره کړی او د ملکي وګړو کورونه یې په نخښه کړي.

بلې خوا ته د غزني د ولایتي شورا غړي حسن رضا یوسفی امریکا غږ ته وویل چې په دغه سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات روان دي، او د افغان ځواکونو هوايي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

ښاغلي يوسفزي ادعا وکړه چې دغه بريد کښې اته تنه وژل شوي چې په کښې او ماشومان او يوه ښځه هم شامل ده او درې نور ملکي وګړي ټپيان شول.

طالبانو ویلي دا برید د دوي ډلې نه دی ترسره کړی.

غزني د هغو ولایتونو څخه دی چې ځینې ولسوالۍ یې د وسله والو تر کنټرول لاندې دي. نوموړي ولایت کښې اکثره د حکومتي ځواکونو او وسله والوتر منځ نښتې وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وایي، ۲۰۱۷ کال کښې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې شمیرې لا زیاتې شوي.

د یوناما مشر ټاډمیچي یاماموتو، د پنجشنبې په ورځ د ټولو هغو ډلو څخه چې افغانستان په جګړو کې ښکیل دي، غوښتنه وکړه چې د ملکي خلکو ساتنه وکړي.

یاماموتو امریکا غږ ته وویل چې د دوی اداره د افغان حکومت، نړیوالو ځواکونو او طالبانو سره د نږدې نه کار کوي او له دوی څخه غواړي چې ملکي وګړي په جګړه کښې ونه وژني. هغه ووییل چې په دې لړ کښې تراوسه کافي پرمختګ نه دی لیدلی.

هغه وايي: "بیاهم ملکي تلفات دوام لري او دا خورا د اندیښنې وړ خبره ده. خو په دې لړ کښې ځینې هڅې هم شوي. "

په ۲۰۱۶م کال کښې د یوناما راپور تر مخه په افغانستان کښې نږدې ۳۵۰۰ افغان ملکی وکړي وژل شوي ۸۰۰۰ نور ټپیان شوي. کوم چې د کال ۲۰۰۹م راهسې د مرګ ژوبلې ترټولو لوړه شمیره ده.

بلې خوا د جمعې په ماښام د کندهار په ولایت کښې د موټر بمي چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي چې دوه یې پولیس او دوه یې عام وګړي دي. په پیښه کې ١٠ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG