لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډانلډ ټرمپ ټویټ دامریکا رسمي تګلاره نه ګڼو،دپاکستان وزیراعظم


دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ویلي هغه د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ دپاکستان په هکله ټوئټ دامریکا تګلاره نه ګڼي ځکه چې د رسمي تګلارې خبرې په ټوئټونو نه بلکې په غونډو اؤ کاغذونو کې کیږي.

دنوي کال په لمړۍ ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې اؤ هغه یې دیو ټګ اؤ دوه مخي هیواد په توګه یاد کړی ؤ.

صدر ټرمپ ویلي وؤ پاکستان په فریب دامریکا نه د۳۳ اربه ډالر ترلاسه کړي خو په بدل کې یې امریکا ته تش دروغ ویلي اؤ پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي دي.

دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ سره خپله یوه مرکه کې ویلي دتیرو پینځلسو کالو راهسې دپاکستان اؤ امریکا اړیکې دخرابیدو په لوري روانې دي.

هغه ویلي امریکا پاکستان ته هیڅ اقتصادي مرستې نه ورکوي اؤ دامنیت په نوم چې یې کومې مرستې ورکولې هغه هم ډیرې لږې وې .

نوموړي وویل” پاکستان دترهګرۍ په ضد ترټولو ستره جګړه پرمخ بیایي اؤ زمونږ دوؤ لکو نه زیات عسکر په لویدیزه پوله د ترهګرۍ په ضد جګړه کې بوخت دي ،مونږ هاغه ګډ دښمن ته ماتې ورکړې چې ټولې نړ ۍ ماتې نه شوه ورکولی”

وزیراعظم وویل دترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې دپاکستان ۶۵۰۰ عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړی خو متاسفانه چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان ددې درنو قربانیو یادؤنه نه کیږي.

دامریکا د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا په پاکستان د ټګۍ دتورو نو لګول کیدو وروسته امریکا په روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي اؤ امنیتي مرستې تړلې دي اؤ‌شرط یې ایښی چې دغه مرستې به پاکستان ته ترهغې نه ورکوي چې ترڅو خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو حقاني شبکې اؤ طالبانو په ضد رغنده ګامونه نه وي اخستي.

خو پاکستاني چارواکي وایي چې هغوئ دامریکا نه مرستې نه بلکې دترهګرۍ په ضد جګړه کې د ورکړل شوؤ قربانیو اعتراف غواړي.

پاکستان دا دریځ هم لري چې ضرب عضب عملیاتو کې یې د ترهګرو ځالې له مینځه وړي دي خو څیړونکي بیا وایي چې پاکستان یوازې دهاغو ترهګرو په ضد ګامونه اخستي چا چې دپاکستان د ریاست په ضد ټوپک رااخستی ؤ اؤ کوم ورانګاري چې افغانستان کې ورانکاري کوي هغوئ ته یې هیڅ نه دي ویلي

XS
SM
MD
LG