لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې خونړۍ بمي چاودنې ۹۵ کسان وژلي،۱۴۰ژوبل


دکابل چاودنه
دکابل چاودنه

دافغانستان پلازمینه کابل یوځل بیا یوې درنې بمي چاودنې لړزولی اؤ چارواکي وایي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي اؤ د۱۴۰ؤ نه زیات ژوبل شوي دي.

دغه چاودنه شنبې په غرمه دشهرنو په سیمه کې دکورنیو چارو د وزارت دپخوانۍ ودانۍ ترڅنګ دجمهوریت روغتون مخې ته په یو سړک شوې ده.

دکورنیو چارو وزارت وایي تر دې مهاله چاودنه کې د۴۰ کسانو مړي اؤ ۱۴۰ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي .

په شهرنو کې چې په کوم ځایې کې دغه چاودنه شوې هلته دسولې دعالي شورا اؤ اؤ دکابل دامنیه قوماندانۍ دفترونه هم دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چاودنه دچاودیدونکو موادو نه د ډک یو ایمبولنس دلارې شوې .

د چاودنې نه وروسته امنتیي ځواکونو اؤ مرستندویه فعالین د پیښې ځایې ته رسیدلي‌اؤ چاودنه کې وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتونونو ته انتقالوي.

د افغانستان دعامې روغتیا د وزارت د خپرونو مشر محمد اسماعیل کووسي خبریالانو ته ویلي تر دې مهاله وزیر اکبرخان اؤ ایمرجنسي‌روغتونونو ته ۴۰مړي اؤ ۱۴۰ ټپیان رسؤل شوي .

دافغانستان دطالبانو تحریک ددغه چاودنې پړه پغاړه اخستې ده اؤ دعوه یې کړې چې برید کې ۸۰ پورې عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو ازادو سرچینو دطالبانو ددغې دعوې پخلی نه دی کړی.

له دې وړاندې په هلمند اؤ کندهار ولایتونو کې په امنیي ځواکونو هم ځانمرګي بریدونه شوي ؤ چې پکې څلور تنه وژل شوي اؤ د۸ؤ عسکرو په ګډون ۱۸کسان ژوبل شوي دي.

طالبانو ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه کوي چې په لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په سوشل میډیا ددغه چاودنې په هکله خلکو دسخت خفګان څرګندؤنې کړي اؤ ویلي یي دي کابل لا په کانټینینټل هوټل دبرید له صدمې نه ؤ وتلی چې په یوبل ویر ګډ شو
په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ښاغلی ډاکټر عمر زاخیلوال پخپل یو ټوئټ کې وایي یوه بله ورځ،یو بل ناوړه ترهګریز برید،یوه بله ستره سانحه،یوه بله امنیتي اؤ استخباراتي تشه،زمونږ خواخوږۍ اؤ دعاګانې دلسګونو ځپل شوؤ کورنیو سره دي

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل په کابل کې شوي دغه خونړي برید غندنه کړې اؤ په پیښه کې دوژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دامنیت وضعه په چټکتیا سره دخرابیدو په لوري روانه شوې ده اؤ تیره اوونۍ دکابل په انټرکانټینینټل هوټل یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ؤ بهرنیو وګړو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي وؤ چې ددغه برید پړه طالبانو په غاړه اخستې وه خو افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دبرید پلان دترهګرې شبکې حقاني وسله والو په پاکستان کې تیار کړی ؤ.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په افغانستان کیدونکي بریدونه په پاکستان کې پلان کیږي اؤ دپاکستان په خاوره کې هاغه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري چې په افغانستان بریدونه کوي خو پاکستان دافغان حکومت دغه دعوه ردوي اؤ دا دافغان حکومت خپله کمزوري ګرځوي.

امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځې مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي تر هاغه وخته به پاکستان ته پوځي اؤ امنیتي مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستئ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG