لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دچین کمپنۍ ته په ګمرکاتو پریښودو دپاکستان سینیټ کې سختې نیوکې شوي


دچین اؤ پاکستان داقتصادي لارې په جوؤونه بوختې دچین یوې تعمیراتي‌کمپنۍ ته پاکستان کې د ټیکسونو (ګمرکات) په پریښودو سینیټ کې سختې نیوکې شوي اؤ د سینیت غړو خبرداری ورکړی چې ددې عمل سره به ځایي صعنتونه تباه اؤ برباد شي.

دچین اؤ‌پاکستان د اقتصادي لارې( سي پیک) په جوړؤنه بوختې دچین کمپنۍ کنسټرکشن انجنئیرنګ لمیټیډ ته د کراچۍ نه پيښور پورې د موټروی جوړ،لو دپاره د مشینونو اؤ‌خامو تیلو په راعوښتو راغوښتو ټول ګمرکات پریښودل شوي دي.

دسینیټ په غونډه کې د سینیټ چئیرمین رضا رباني پوښتنه راپورته کړې چې دچین کمپنۍ ته دغه ګمرکاټ ولې پریښودل شوي دي؟

دپاکستان پیپلز ګوند سینیټر مرتضی وهاب چې چیني کمپنۍ ته دقاعدو ضابطو برعکس دغه ټیکسونه نه استثناء ورکړل شوې اؤ دګمرګاتو مرکزي محکمه په قانوني طور دغه کمپنۍ ته د خواوشا ۱۱ؤ اربو روپو دګمرګات نه شي پریښودلی.

دعوامي‌ نیشنل پارټۍ سینیټر الیاس بلور هم چیني کمپنۍ ته دټیکسونو څخه تیریدل ناویاته کار ګڼلی اؤ ویلي یې دي چې دقانوني ریګولیټري ارډر دیوې سمرۍ په اساس که دغه کمپني خپل کار ۳۷ فیصده سرته ورسوي نو بیا هم درامدي ډیوټي ورته نه شي پریښودل کیدی.

هغه وویل یوې چیني کمپنۍ ته د قانون برعکس دګمرکاتو نه تیریدل ښایي چې حکومت د چین نورو کمپنیو ته هم خپلې دروازې پرانستې پریښي دي اؤ په راتلونکې کې به نوري چیني کمپنۍ هم ونازوي.

دتحریک انصاف ګونډ سینیټر نعمان وزیر ویلي په پیل کې په دغه پروژه دلګښت اندازه ۲۴۰ اربه روپۍ وه بیا ۴۴۰ اربو روپو ته ورسؤل شوه خو اوس په دریم وار بیا ۲۹۶ اربو روپو ته راټیټه کړل شوې ده.

هغه پوښتنه وکړه چې که دحکومت هم داتګلاره وي نو ایا بیا به د سي پیک سره تړلو کمپنیو ته ګمرګات پریښودل کیږي؟

دسنیټیرانو ددغو نیوکو ځواب کې د خزانې وزیر رانا محمد افضل ویلي چې دمواصلاتو وزارت په دغه اړند دسي پیک ځانګړې کمیټې (اي سي سې )ته سمر‌ي لیږلې وه چې هلته پرې بحث شوی اؤ منظوري یې ورکړل شوې ده.

هغه وویل مونږ ته د ایس ار اؤ دجاري کولو امر شوی ؤ اؤ هغه مو سرته رسولی خو چیني کمپنۍ ته د کمرګاتو د پریښودلو جواب د مواصلاتو وزارت په ښه ډول ورکولی شي.

دسینیټ چئیرمین ویلي چې سمري لیږل د قانون برعکس ده اؤ‌ ای سي سي کومه مرکزي کابینه نه ده چې دحکومت استازيتوب دې وکړي.

وروسته دسینیټ چئیرمین دغه معامله د خزانې قائمه کمیټې ته د ددې سپارښتنې سره ولیږلې چې دسینیټ د فرورۍ د لمړۍ اوونۍ غونډې ته به په دغه هکله رپورټ وړاندې کولی شي

XS
SM
MD
LG