لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:افغانستان باندې جګړه تپل شوې ده،دترهګرو دملاتړ ځایې معلوم دی


دا په یوه اوونۍ کې دپلازمینې کابل دننه دوهمه لویه حمله ده چې لسګونو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
دا په یوه اوونۍ کې دپلازمینې کابل دننه دوهمه لویه حمله ده چې لسګونو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دافغانستان صدر ډاکټر اشرف غني ویلي افغانستان د څو کلونو راهسې د تحمیل شوې جګړې سره مخ دی اؤ هاغه ترهګرې ډلې چې د پردیو اهدافو لپاره جنګیږي به هیڅکله خپلو ناوړه هدفونو ته ونه رسیږي.

اشرف غني کابل کې د شوي ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ ویلي یې دي د ترهګرو ډلو د ملاتړ او پالنې ځایې معلوم دی.

د شنبې په ورځ دکابل په شهرنو ښار کې په شوي ځانمرګي برید کې تر ۴۰ؤ زیان کسان وژل شوي اؤ ۱۴۰ نور ژوبل شوي دي.

دا په یوه اوونۍ کې د کابل دننه دویمه لویه حمله ده چې لسګونو کسانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

د تیر یکشنبې په ماسخوتن دکابل په انټرکانټینینټل هوټل یو خونړی برید شوی ؤ چې پکې د ۱۴ؤ بهرنیو وګړو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي اؤ یو شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان صدر پخپل یو بیان کې ویلي تروریزم دپراخ نړیوال تهدید پړاؤ ته رسیدلی اؤ دافغانستان دښمنان باید په دې پوئ شي چې په اوسنۍ تپل شوی جګړه کې بائیلونکي دي.

هغه ویلي د تروریزم موضوع یې په نړیوالو اؤ‌سیمه ییزو کانفرنسونو کې د نړۍ مشرانو سره راپورته کړې اؤ ټینګار یې کړی چې افغانستان ددې نړیوالې جګړې په لمړۍ کرښه کې دی اؤ دنړۍ ټول هیوادونه باید په جدي توګه د تروریزم په ضد مبارزه وکړي.

په افغانستان کې په تیر یو شواروز کې څلور ځانمرګي بریدونه ترسره شوي چې دعامو وګړو تر څنګ یې امنیتي ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان اولسمشر اشرف غني له دې وړاندې پخپلو څرګندؤنو کې په پاکستان تورونه لګولي چې په افغانستان یې نااعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان افغانستان کې د اړي ګړي اؤ ورانګارۍ دغه پیښې دافغانستان دحکومت خپله کمزوري ګرځوي.

په روانه میاشت کې په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو اؤ‌بمي چاودنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ ددغو بریدونو پړه د طالبانو تحریک په غاړه اخلي.

امریکایي اؤ افغان چارواکي‌تور لګوي چې طالبان د پاکستان د استخباراتي شبکو په مرسته افغانستان کې په افغان اؤ نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي خو پاکستان ددغو تورونو په رډؤلو سره دعوه کوي چې افغانستان کې امن پخپله د پاکستان په ګټه دی.

امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي اؤ امنیتي‌مرستې ودرولي دي اؤ شرط یې ورته ایښی چې تر هاغه وخته به پاکستان ته دغه مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې د حقاني شبکې اؤ طالب جنګیالو دخوندي ځالو په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي‌اخستي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG