لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس اېفل منارې د کابل په غم ماتم کړی


د فرانس په پېرس ښار کې يادې اېفل منارې (اېفل ټاور) د شنبې، خالي د نيمې شپې نه وروستو خپلې رڼاګانې د کابل په ترهګر بريد کې د وژل شوؤ په غم کې مړې کړي او دغه ډول يې ماتم کړی دی.

کابل کې د شنبې، خالي په ورځ د اېمبولنس ګاډي د لارې يو ځانمرګي بريد شوی چې پکې د ۹۵ نه زیات کسان وژل شوي او د ۱۶۰ نه زيات ژوبل شوي وو.

اېفل منارې په خپل ټويټر ليکلي، " نن شپه (شنبې شپه) د کابل د بريد اغېزمنو ته د عقيدت وړاندې کولو دپاره به د نيمې شپې نه زه خپلې رڼاګانې (څراغونه) مړه کوم".

په کابل کې د شنبې په ورځ ترسره شوی ترهګر بريد امريکا، ملګرو ملتونو او په نړيوال کچه غندل شوی دی.

د پېرس ښاروال (ميئر) اېن هيډالګی په ټويټر ليکلي، "د پېرس ښار او د پېرس خلک د افغانانو سره دي څوک چې يو ځل بيا د وحشي ترهګرۍ ښکار شوي دي".

د خبري ادارې اې اېف پي ترمخه د فرانس د بهرنو چارو وزارت هم د کابل بريد غندلی او د ترهګرۍ په ضد جګړه کې يې د افغانستان د ملاتړ دوامداره ساتلو ژمنه کړې ده.

د پېرس په اېفل مناره اکثره د هغو هېوادونو بېرغونه په رڼاګانو کې وړاندې کولی شي څوک چې د ترهګرۍ سره مخ شوي وي دغه ډول د پېرس یاده اېفل مناره د ترهګرۍ نه اغېزمنو خلکو سره خواخوږي او غمرازي کوي.

دغه راز اېفل مناره په يادو موقعو هم د بدلو رنګونو په رڼاګانو رنګول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG