لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په وروستيو ترهګرو بريدونو ملي ماتم کيږي


افغان حکومت نن د يکشنبې، اتوار په ورځ ملي ماتم په داسې حال کې اعلان کړی چې د شنبې، خالي په ورځ کابل کې ترسره شوي ترهګريز بريد کې د وژنو شمېره ۱۰۳ ته رسېدلې ده.

په کابل کې نن امنیتي چارواکو يوې ګډې خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي په پروني بريد کې ۲۳۵ کسان ژوبل شوي او د دغه بريد په تړاؤ څلور مشکوک کسان نيول شوي خو چارواکو يې په اړه د ډېر څه ويلو څخه ډډه کړې ده.

د افغانستان په پلازمينه کابل، ختيځه صوبه ننګرهار او کندهار کې په وروستيو کې د ترهګرۍ په تازه پېښو نن د يکشنبې، اتوار په ورځ د ملي ماتم اعلان شوی دی.

صدارتي ماڼۍ ارګ په يو بيان کې ويلي،" د افغانستان اسلامي جمهوري دولت زمونږ غمجنو او ویرجنو کورنیو سره د غمشریکۍ او هغوی ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلانوي چې له همدې امله به نن (د یوې ورځې لپاره)په هېواد کې او له هېواده بهر په سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان بیرغ نیمه ځوړند وي".

ارګ ويلي "په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنانود ترهګرو بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان او زموږ کورنۍ د ویر په ټغر کښېنولې".

ارګ "سبا په کابل کې عمومي رخصتي اعلان کړې. همدارنګه به بل سبا یانې د سه شنبې په ورځ په ټول هېواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د عظیم الشان قران د ختم مراسم پرځای شي".

د کورنو چارو وزير وېس احمد برمک،د دفاع وزير طارق شاه بهرامي او د ملي استخباراتي (اېن ډي اېس) مشر معصوم ستانکزي په ګډه خبريالانو سره خبرې کړې دي.

د طلوع خبري ادارې ترمخه برمک وويل په پروني بريد کې پوليس هم وژل شوي خو شمېره يې نه ده ښايلې، هغه وويل دوه اېمبولنس ګاډي په بريد کې کارول شوي چې پکې يو ته چاؤدنه ورکړل شوې ده.

د دفاع وزير بهرامي وويل افغانستان کې د ۲۰ نه سېوا وسله والې ډلې فعاليت لري خو امنیتي ځواکونه دوي سره په جګړه دي چې نوغی يې اوباسي.

په دغه مهال ستانکزۍ وويل په افغانستان کې جګړه ملکي نه ده او خلک پوهه شوي دي چې دا تپل شوې جګړه ده او کورنۍ شخړه نه ده.

هغه وويل په تېره اوونۍ کې ۱۹۵ ترهګر نيول شوي چې پکې تاجک او ايغور هم شامل دي هغه دا هم وويل چې "د ايران چابهار بندر د خلاصېدو وروستو ګواښونه نور هم سېوا شوي دي".

د طلوع ترمخه نوموړي په پاکستان نيوکې هم کړي دي چې د افغانستان نه بدل اخلي، هغه ويلي مدرسې، روزنيز کېمپونه، او خوندي ځالې د افغانستان نه بهر شتون لري.

طالبانو د شنبې د ورځې د کابل د بريد زمه واري منلې خو افغان چارواکي وايي دا بريد د حقاني شبکې کړی دی.

امريکا، ملګرو ملتونو او د پاکستان ترڅنګ په نړيواله کچه د دغه بريد غندنه شوې ده.

د فرانس اېفل منارې د کابل په پروني کې د وژل شوؤ په عقيدت کې تېره شپه خپلې رڼاګانې هم مړې کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG