لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د نيوزي لېنډ نه د ټي ـ ټيونټي سیالۍ وګټلې


د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ د درېو ټي ـ ټيونټي (۲۰ اووريزو) لوبو سيريز پاکستان په دوه ـ صفر سره وګټلو.

پاکستان نه يواځې په دوه صفر سره دا سيريز وګټلو بلکې د سیریز سره د کرکټ د نړیوال کونسل د ټيو ـ ټيونټي په درجه بندۍ کې اول نمبر ته هم راغلو.

پاکستان نن د یکشنبې، اتوار په ورځ د نيوزي لېنډ نه د لوبې پچه، ټاس ګټلی او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په شپږو لوبغاړو سوځېدو ۱۸۱ رنزونه جوړ کړي وو.

ځواب کې د نیوزي لېنډ لوبډلې په ټاکلو اوورونو کې په شپږو لوبغاړو سوځېدو ۱۶۳ رنزونه جوړ کړه او پاکستان په ۱۸ رنزونو سيالي وګټله.

پاکستاني لوبغاړو کې فخرزمان زيات ۴۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د نيوزي لېنډ په لوبغاړو کې ګپټل ۵۹ رنزونه جوړ کړي او بل کوم لوبغاړی په ډېرو رنزونو جوړولو کې نه دی کامياب شوی.

پاکستاني بالرانو کې شاداب خان دوه او نورو څلورو لوبغاړو د نيوزي لېنډ يو، يو لوبغاړی اؤټ کړی ؤ.

د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمنځ د ۲۰ اووريزو لوبو نه وړاندې د يو ورځنو لوبو پينځه سيالۍ شوې وې او ټولې نيوزي لېنډ ګټلې وې.

نيوزي لېنډ په لمړي ۲۰ اووريز کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه خو وروستۍ دوه سيالۍ پاکستان وګټلې.

د کرکټ نړيوال کونسل د ټي ټيونټي سیاليو په درجه بندۍ کې پاکستان لمړي، نيوزي لېنډ دوېم او هند درېم نمبر ته لاړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG