لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی: د پاکستان پوځ باید کابو کړای شي


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د نوي کال په ورځ په پاکستان باندې د ډانلډ ټرمپ تر نیوکو وروسته په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د هندوستان د هندو ورځپاڼې لیکلي، حامد کرزي په کابل کې د شنبې یا خالي په ورځ له بمي چاودنې وروسته وویل، د پاکستان په پوځ او استخباراتو باید فشار راوړل شي.

,, مونږ د ولسمشر ټرمپ په بیان کې یواځې د پاکستان په اړه زمونږ د ۱۵ کلن دریځ تایید ولیده چې هغه د افغانستان په تاوتریخوالي کې د پاکستان میشتو ډلو ونډه ده. اوس وخت ددې دی چې دوی باید عملي ګام پورته کړي او هغه په دې معنی چې د پاکستان پوځ او استخبارات باید له هغو کارونو منعه کړاي شي چې کوي یې،،

حامد کرزي د هندوستان هندو ورځپاڼې ته زیاته کړې، په یوې اونۍ کې د ترهګرو درې واړه بریدونه یو ډول دي او سره تړلي دي.

د جنورۍ په ۲۱ نېټه طالبانو د کابل په انټرکانټیننټل هوټل باندې برید وکړ. د جنورۍ په ۲۳ نېټه په جلال اباد کې د کوچنیانو لپاره په یوې خیریه موسسې برید وشو چې په ظاهره یې داعش پړه په غاړه اخیستې او د جنورۍ په نېټه د کابل په صدارت څلور لاري کې دریم برید وشو چې تر سلو زیات کسان پکې ووژل شول.

د نوي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په پاکستان باندې تور پورې کړی و چې امریکا ته دروغ وايي او دوکه ورکوي او ترهګرو ته پټنځایونه برابروي او له همدې امله پرې امریکا خپلې پوځي مرستې بندوي.

ټرمپ دا هم ویلي و، چې که پاکستان د طالبانو پورې تړلو ډلو پرضد اړین ګامونه پورته نه کړي نو دوی به په نورو لارو چارو هم غور وکړي.

د جنورۍ په ۲۴ نېټه امریکا د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د ډرون په یو برید کې د حقاني ډلې درې ترهګر ووژل که څه هم ښاغلي کرزي وویل چې د ډرون بریدونه به دومره ګټه و نه لري.

(که امریکا په رښتیا هم ددغې ستونزې حلول غواړي نو دوی باید دا مسله د پاکستان د پوځ او استخباراتو سره حل کړي او په هغوی باندې فشار راوړي او په ټوله سیمه کې د پاکستان د دولت پرضد غږ پورته کړل شي خو د پاکستان ملکیانو ته باید ضرر و نه رسیږي.)

په ورته وخت کې د هند په جایپور کې یوه ادبي نندارتون ته د وینا پرمهال د هند یو لوړ رتبه پخواني کمیشنر راغوان وویل، چې د پاکستان د یو شمېر مهمو چارواکو پرضد باید بندیزونه ولګول شي.

(امریکا په ایران او میانمار کې په یو شمېر چارواکو بندیزونه ولګول، په پاکستان کې هم په ورته بندیزونو باندې غور کولای شي.)

هند په کابل کې وروستی برید غندلی دی او د پېښې د ټپیانو د درملنې په برخه کې یې خپل مرسته وړاندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل، د طالبانو لخوا په برید کې له امبیولانس څخه کار اخیستل یو غیر انساني عمل دی چې پکې د افغانستان خلکو او ټولو هغو لوریو ته سپکاوی شوي څوک چې په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې کار کوي.

نوموړي زیاته کړې ده، چې طالبانو له دې کار سره د نړیوالو له بنسټیزو اصولو او قوانینو څخه تیری کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG