لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان: ګوادر کې دوه ورځنی نړیوال تجارتي نندارتون پرانیستل شوی


A.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وایي، د چین-پاکستان اقتصادي لارې منصوبه د اوسني نسل لپاره یو ډېر ارزښتمن پیل دی، چې وايي دا به پاکستان د چین په شمول له افغانستان او د منځنۍ اېشیا له هېوادونو سره و تړي.

د بلوچستان په سمندري ښار کې "د ګوادر پرمختیايي ادارې" (GDA) او "د چین د بهرنیو بندرونو د ساتنې کمپنۍ" (COPHC) له خوا په ګډه دوه ورځنی تجارتي نندارتون پرانیستل شوی، چې د پاکستان او چین په شمول د شاوخوا ۱۵۰ هېوادونو د تجارتي کمپنیو استازو، سفیرانو او تجارانو پکې ګډون کړی دی.

د دې تجارتي نندارتون مقصد د ګوادر بندر او هلته د ازاد تجارت (فري زون) ارزښت نړیوالو ته را برسېره کول دي، چې سیمه ییز او نړیوال کاروباریان، پانګوال، تجاران او د حکومتونو استازي سره وویني او د سوداګرۍ او تجارت لپاره له ګوادر بندره ګټه واخلي.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ګوادر تجارتي نندارتون پرانیسته وکړه او په خپلو خبرو کې یې د ګوادر بندر پر تجارتي ارزښت زیات ټینګار وکړ. ښاغلي عباسي وویل د چین- پاکستان اقتصادي لارې بشپړتیا به دې هېواد ته امن او سوکالي راولي:

"ګوادر بندر، د ګوادر ازاد تجارتي مرکز او له چین-پاکستان اقتصادي لارې سره تړلې ټولې منصوبې په حقیقت بدلېدونکې دي، چې ګوادر به له خنجراب او پېښور به له کراچۍ سره وتړي، چې پاکستان ته به له هېواده بهر د خپلو مصنوعاتو د لېږدولو موقع برابره کړي"

د ګوادر ازاد تجارتي مرکز پر ۲۲۸۱ ایکړه مځکه باندې د چین د بهرنیو بندرونو د ساتنې کمپنۍ له خوا جوړېږي، چې لومړۍ برخه یې بشپړه شوې ده او کله چې ټول بشپړ شي نو د ایمېګرېشن، ګمرک (کسټمز)، ویزې او د سامانونو د لېږد را لېږد اسانتیا به ولري.

د دې چینایي کمپنۍ مشر ژانګ باوژانګ وایي، د دې ازاد تجارتي مرکز له جوړېدو سره به د ګوادر سمندري ښار د تجارت په یوه نړیوال مرکز بدل شي، چې د پاکستان خصوصاً د ځایي خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي:

"د ګوادر د ازاد تجارتي مرکز (فري زون) د جوړېدو لپاره زموږ هېواد [چین] د ځایي خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په خاطر په دې لویه منصوبه کې قریباً ۲۰۰۰ ځایي کسانو ته روزګار ورکړ"

پاکستان له چین سره په ۲۰۱۳م کال کې د چین- پاکستان اقتصادي لارې جوړولو منصوبه لاسلیک کړه، چې ۴۶ اربه ډالره خرڅ ورباندې راځي، د همدې تړون له مخې یې په ۲۰۱۵م کال کې ګوادر بندر د چین د بهرنیو بندرو کمپنۍ ته د څلوېښتو کلونو په اجاره ورکړ، چې د ۲۰۱۶م کال په نومبر کې په رسمي توګه فعال شو.

د بلوچستان خپلواکي غوښتونکي سازمانونه د چین او پاکستان دا تړون پر خپلو وسایلو او ساحل باندې تېری ګڼي او وایي چې د دې اقتصادي منصوبې بشپړتیا به بلوڅان په اقلیت بدل کړي.

بلې خواته د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ملتپال ګوندونه د پاکستان د مرکزي حکومت او چین دا دعوې بېځایه ګڼي، چې وایي چین- پاکستان اقتصادي لاره به پر لوېدیځ لوري جوړېږي، چې له خیبرپښتونخوا به د بلوچستان پر ږوب او کوټه باندې ګوادر بندر ته تېرېږي.

دوی وایي د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ غواړي چې د دې اقتصادي لارې لوری پنجاب ته بدل کړي او د خیبرپښتونخوا او بلوچستان خلک ورڅخه بې برخې وساتي.

XS
SM
MD
LG