لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کانګرس: د مشال رېډیو خبریالانو ته دي بیرته بې ځنډ او ډاره د کار اجازه ورکړل شي


د امریکې په کانګرس کې د بیان د ازادۍ مجلس په پاکستان کې د مشال رېډیو د دفتر او کارونو پر بندیز اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د داسې رسنۍ کارونه ځنډول چې ترهګرۍ په اړه د پروپیګنډې په ځواب کې کره خبرونه خپروي نامناسب کار دی.

"که پاکستان د توندروۍ په مخنیوي کې سنجیده وي، نو ضرور باید په دې پوه شي چې مشال رېډیو ورسره په دې برخه کې ملاتړې ده او پر کارونو یې بندیز لګول ناسم پیغام ورکوي"

د کانګرس غړو ایډم شیف او سټیو چابوټ- چې د کانګرس د بیان د ازادۍ د مجلس مشران دي- د دوشنبې- سوموار په ورځ یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مشال رېډیو دفتر تړلی، چې یوه عامه خبري رسنۍ ده او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو د پروپیګنډې په بدل کې خلکو ته د متبادل په توګه خپرونې کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مشال رېډیو پر ژورو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو خپلو اورېدونکو ته په داسې یوه هېواد کې مالومات ورکوي، چې خبریالان پکې پرله پسې ګواښل کېږی، بریدونه ورباندې کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او وژل کېږي.

د کانګرس د بیان د ازادۍ مجلس وایي، د مشال رېډیو د کارونو ځنډول یو ناوړه کار او د بیان پر ازادۍ حمله ده، ځکه چې وایي د دې رېډیو کارکوونکي په داسې ځای کې کار کوي، چې په نړیواله کچه د خبریالانو لپاره له خطره ډکه سیمه ګڼل کېږي.

مشال رېډیو د ازاد یورپ/ ازادۍ رېډیو څانګه ده، چې د پاکستان د قبایلي سیمو لپاره په پښتو ژبه خپرونې کوي، دغه رېډیو یوه شخصي رسنۍ ده چې د امریکې د کانګرس په مالي ملاتړ چلېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو دفتر د جنورۍ په ۱۹مه په اسلام اباد کې د مشال رېډیو دفتر او کارونه بند کړل، چې وایي د دې هېواد د استخباراتي ادارې ای ایس ای د پلټنو له مخې دغه رېډیو د پاکستان د ګټو خلاف خپرونې کوي.

د ازادي رېډیو عمومي مشر ټامس کینټ ویلي وو، چې مشال رېډیو د هیڅ هېواد له استخباراتي ادارې سره تړاو نه لري او په پاکستان کې خپلو اورېدونکو ته بې پلوه خپرونې کوي.

د بیان د ازادۍ لپاره د امریکایي کانګرس ډله وایي، د ازادۍ رېډیو غوندې د هرې هغې رسنۍ د کارونو ملاتړ کوي، چې د خبریالۍ لپاره له خطره ډکه سیمو کې هم خلکو ته کره او د اړتیا وړ مالومات ورکوي. وایي په دې سخته ګړۍ کې د ازادۍ رېډیو سره ولاړ دي او غواړي چې په پاکستان کې د مشال رېډیو خبریالان خوندي او د هغوی کورنۍ په امن کې ژوند وکړي.

د کانګرس د بیان د ازادۍ مجلس غوښتنه کوي، چې د مشال رېډیو خبریالانو ته دي بیرته د کار کولو اجازه ورکړل شي او هغوی وکولای شي له ځنډ او ډاره پرته بیرته خپل کارونه پیل کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG