لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د ۱۹کلنو په سيمې فاينل کې پاکستان ته په ۲۰۳ رنزونو ماتې ورکړه


د کرکټ د ۱۹کلنو د نړيوال کپ په دوېم سيمې فاينل کې د هند لوبډلې پاکستان ته په ۲۰۳ رنزونو ماتې ورکړه، پاکستان د سیاليو نه بهر او هند فاينل ته ورسېدو.

پرون د دوشنبې، ګل په ورځ د اسټريليا لوبډلې افغانستان ته په لمړي سيمې فاينل کې ماتې ورکړې وه.

هند د سيمي فاينل پچه، ټاس ګټلی او لمړی بيټنګ کې يې په نهه لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې ۲۷۲ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د پاکستان ټول لس واړه لوبغاړي په ۳۰م اوور کې په ۶۹ رنزونو اؤټ شو.

پاکستاني لوبغاړي د هندي بالرانو په وړاندې ټينګ نشو او لمړی وکټ يې په مجموعي ۱۰ رنزونو، دوېم په ۱۳، درېم په ۲۰، څلورم په ۲۸، پينځم په ۳۷، شپږم په ۴۱، اووم په ۴۵، اتم په ۴۸، نهم په ۶۸ او اخرنی لسم په مجموعي ۶۹ رنزونو باندې اؤټ شو.

د پاکستان دوه لوبغاړي په ۴،۴، درې په ۱،۱، يو په ۷، يو په صفر، يو په ۱۸ او يو ۱۱ رنزونه جوړ کړی شو.

د هند ايشان پورل د پاکستان څلور لوبغاړي اؤټ کړه.

د هند شهبمن ګيل ۱۰۲ رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستاني بالرانو کې محمدموسی څلور او ارشداقبال دوه هندي لوبغاړي اؤټ کړي وو.

پاکستان په کوارټر فاينل کې جنوبي افريقې ته ماته ورکړې او هند بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه.

د کرکټ د نړیوال کونسل د ۱۹ کلنو نړیوال کپ فاينل سيالي به د اسټريليا او هند د لوبډلو ترمنځ په درېمه فرورۍ کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG