د پاکستان په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې په یوه بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه شپږ تنه وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.
د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل دفتر ډيوه رېډيو ته د چاؤدنې پخلی کړی چې د بره کرمې په بسو کلي کې په ګاډي چاؤدنه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
پوليټيکل دفتر وړاندې په چاؤدنه کې د اته کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی ؤ.
چارواکو وويل چې په چاؤدنه کې درې ښځې هم وژل شوي خو د سیمې د لري والي له سببه يې نور مالومات شريک نکړل.
سرچينې وايي په غوزګړي علاقه کې د سورلو (په پک اپ)ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاؤدلی او د مقبل قوم سره تعلق لرونکي کسان پکې په هدف شوي دي.
د چاؤدنې سمدست وروستو ځايي خلک موقعې ته رسېدلي او امنیتي سرتېرو علاقه په ګېره کې اخستې ده.
د سيمې نه د پارلمان غړي ساجدطوري د پېښې غندنه کړې او د چاؤدنې د پلټنو غوښتنه يې کړې ده.
نوموړي په سيمه کې په امنيتي ادارو ټکونه کړي چې په امنيت ټينګولو کې پاتې راغلي دي.
د بره کرمې غوز ګړی د افغانستان سره پولې ته نزدې پرته علاقه ده چرته چې په وروستيو کې ډرون بريدونه هم ترسره شوي وو.