لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ:طالبان بېګناه خلک وژني،نور ورسره هیڅ خبرې نه کوؤ


دافغانستان پلازمینه کابل کې د پرله سپې ترهګریزو بریدونو وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ طالبانو سره دخبرو اتر احتمال رد کړی اؤ ویلي یې دي دبېګناه خلکو په وژنه ککړو طالبانو سره خبرې نه شي کیدلی.

تیره اوونۍ کابل کې پرله پسې بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې په لسګونو کسان وژل شوی اؤ ژوبل شوی دي چې ددغوبریدونو پړه طالبانو پغاړه اخستې ده.

ددوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو دامنیت شورا پلاوي سره خبرو کې ښاغلي ټرمپ ویلي “ زه فکر کووم مونږ دامهال خبرو ته چمتو نه یو، اؤ طالبانو سره خبرې ځکه نه غواړو چې هغوئ بې وزله وګړي وژني”

صدر ټرمپ وویل طالبان د عامو وګړو، ښځو ا ؤ ماشومانو په مینځ کې وژنې کوي اؤ یوازې دخپلو خلکو وژنو ته ژمن دي چې دا یو ډیر خطرناک عمل دی.

امریکا طالبانو سره دخبرو نه دغه انکار وروسته له هغې کړی چې تیره اوونۍ په شهرنو کې د جمهوریت روغتون مخکې ته په یو ځانمرګي برید کې تر ۱۰۰ؤ زیات په ۲۱مه جنورۍ دکابل په انټرکانټینینټل هوټل ترهګریز برید کې تر۳۰ؤ زیات اؤ په ۲۹مه جنورۍ دکابل په مارشال فهیم فوځي اکاډمې برید کې یوولس کسان ووژل شول.

طالبانو ددغو ټولو بریدونو پړه په غاړه اخستې ده اؤ افغان چارواکي په دغو بریدونو کې دشک ګوته دپاکستان لوري ته نیسي.

دکابل په شهرنو کې له وروستي برید په غبرګون کې هم امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټويټ کې ویلي وؤ چې “ مونږ به طالبان ګټې ته نه پریږدو”

دافغانستان صدر اشرف غني دصدر ټرمپ ددغه ارادې ستائنه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ “مونږ دنړیوالې اؤ سیمه ییزې ترهګرۍ په ضد یو ځایې ولاړ یو ،‌دافغانستان سره مینه لرونکي خلک به هیڅ کله هم ترهګر اؤ دهغوئ ملاتړ کوونکي بریاته نه پریږدي”

دکابل د وروستیو بریدونو په غبرګون کې اولسمشر اشرف غني ویلي هرڅوک پوهیږي چې ترهګر چرته پټ دی اؤ څوک ورسره مرستې کوي خو هغه په مستقیمه توګه د کوم هیواد نوم نه دی اخستی خو له دې وړاندې یې اکثره پخپلو وینا ګانو کې دعوه کړې چې پاکستان په افغانستان نااعلانه جګړه تپلې ده.

پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې د روان وضعیت ذمه وار دافغانستان حکومت ګرځوي

XS
SM
MD
LG