لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان اؤ پاکستان د۱۹کلنو لوبډلې یوبل سره بیا مقابلې ته اوځي


فرید فرهنګ ویلي ددې لوبې ګټونکې لوبډله به درېيم مقام او بايلېدونکې لوبډله به څلورم مقام خپل کړي.

دافغانستان اؤ پاکستان دکرکټ د۱۹ کلنو ملي لوبډلې دنړیوال جام دسیالیو دریم مقام دپاره یو بل سره مقابلې ته اوځي.

دغه دواړه لوبډلې ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته وتلې وې، خو دواړو لوبډلو نيمه پاى لوبې بايلودې.

اسټراليا له افغانستان څخه او هندوستان له پاکستان څخه د نيمه پاى لوبې سيالي وګټله.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د افغانستان کرکټ بورډ دوياند فريد هوتک له خولي ویلي چې ددې سياليو د درېيم مقام لپاره به د افغانستان او پاکستان د ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شي.

فرید فرهنګ ویلي ددې لوبې ګټونکې لوبډله به درېيم مقام او بايلېدونکې لوبډله به څلورم مقام خپل کړي.

دافغانستان دکرکټ‌بورډ ویاند ویلي افغانستان په ګروپي سياليو کې او له دې مخکې په اسيايي سياليو کې پاکستان ته ماتې ورکړې او ددغه هېواد لوبډله د افغانستان پر وړاندې تر ستر فشار لاندې ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درېيم مقام لپاره لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

د کرکټ د نړیوال کونسل د ۱۹ کلنو نړیوال کپ فاينل سيالي به د اسټريليا او هند د لوبډلو ترمنځ په درېمه فرورۍ کيږي.

پاکستان د ۱۹کلنو د کرکټ په نړيوالو سياليو کې غوره لوبډله ګڼلی شي او دې لوبډلې په کال ۲۰۰۴م او ۲۰۰۶م کې پرله پسې نړيوالې سيالۍ ګټلې او درې ځله د سياليو فاينل ته رسېدلی ؤ.

خو دې ځل پاکستان د افغانستان لخوا د سخت چېلنج سره مخ کېدی شي ځکه چې د اسيایي جام د ۱۹ کلنو فاينل کې افغان لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG