لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دټرمپ لخوا طالبانو سره دخبرو ختمولو په اعلان پاکستان څه وایي ؟


دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د خبرو له انکار وروسته پاکستان ویلي چې دافغانستان شخړه یوازې دخبرو اترو له لارې هواریدی شي اؤ ددې دپاره څلور اړخیزه مشورتي‌ ډله یو زړه پورې ځایې ناستی دی.

د دوشنبې په ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ کابل کې د وروستیو ترهګریز بریدونو په غبرګون کې ویلي وؤ چې طالبان بې ګناه خلک، ښځې اؤ ماشومان وژني اؤ نورې خبرې ورسره نه شي کیدلی.

دپاکستان دولتي راډیو سره یوه مرکه کې د بهرنیو چارو ددفتر ویاند محمد فیصل ویلي دجګړو له امله تباهۍ سره مخ افغانستان کې دتیرو ۱۷ؤ کالو نه هر راز وسلې وکارول شوې خو تجربه ښایي چې دافغان شخړې نظامي هواری په بشپړ ډول ناکام شوی .

هغه وویل دسولې دعمل پرمخ بوتللو دپاره دپاکستان ،چین ،امریکه اؤ افغانستان څلور اړخیزه مشورتي ډله یو ښه ځایې ناستی ثابتیدلی شي اؤ پاکستان به دهر هاغه عمل ملاتړ کوي چې دافغانانو په مشر ددوئ دګډون څخه پیل کیږي.

پاکستان هر ځل افغانستان کې دسولې دپاره دمزاکراتو خبره کوي خو افغان چارواکي بیا په پاکستان تورونه لګوي چې طالبان هم ددوئ خلک دي اؤ‌ دپاکستان په لمسه افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي.

د نوي کال په لمړۍ ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټوئټ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي وؤ دغه هیواد امریکا نه په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي خو په بدل کې یې امریکا ته یوازې دروغ ویلي‌اؤ پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي‌ ځالې ورکړي دي.

پاکستان ترهګرو ډلو سره د مرستې ټول تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روان اړی ګړی دافغان حکومت خپله کمزوري ګڼي خو امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې تړلي اؤ شرط یې ورته ایښی چې دغه مرستې به تر هغې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستي

XS
SM
MD
LG