لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ای اې: چین امریکې ته تر روس لوی خطر دی


د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې مشر مایک پومپیو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکې لپاره تر روس چین لوی خطر دی. چین سمدستي د سي ای اې د مشر د تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی پومپیو تور پورې کوي چې چین د امریکې په هر ځای یعنې سکولونو، روغتونونو او صنعتي برخه کې جاسوسان ګومارلي دي، چې د امریکې په ضد کار وکړي.

اقتصادي څېړونکي وایي امریکه په سیمه کې د چین د اقتصادي پرمختګ په اړه اندېښمنه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د امریکې د معتبرې استخباراتي ادارې مشر په خپل هېواد کې د چین د استخباراتي لاسوهنې په اړه دومره سنګین تورونه لګوي.

د سي ای اې مشر له بي بي سي سره په مرکه کې دعوه وکړه، چې د چین د استخباراتو ډېرې څرګندې نخښې لیدل کېږي او مقصد یې نه یواځې امریکه، بلکې برتانیه او یورپ هم تر خپل اغېز لاندې راوستل دي.

"د دغو دوو اقتصادي ځواکونو حالت ته فکر وکړئ. چین د هغه کار او مِشن په تر سره کولو کې زیات څرګند لیدل کېږی چې روس یې تر سره کوي"

ښاغلی پومپیو د سي ای اې تر مشرتابه مخکې د امریکې په کانګرس کې د ریپبلکن ګوند غړی وو او پر خپل دریځ کلک ولاړ وو. پومپیو په خپله مرکه کې وایي چې هېوادونه په ګډه کولای شي د چین دا هڅې شنډې کړي، چې غواړي پر امریکه او نورو لوېدیځو هېوادونو خپل اغېز زیات کړي.

"موږ کولای شو هغه هڅې په ځیر نظر وڅارو، چې د امریکې د مالوماتو غلا کولو لپاره خپل جاسوسان امریکې ته را لېږي او هغوی د چین د حکومت په استازیتوب د امریکې په ضد کارونه کوي"

د پومپیو په وینا چین د دې لپاره چې نړیوال بازار ته ننوځي، د استخباراتي مالوماتو تر لاسه کولو او خپل اغېز څرګندولو لپاره له دودیزې جاسوسۍ کار اخلي او په دې توګه هڅه کوي چې د امریکې کمپنۍ تر اقتصادي اغېز لاندې راولي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکه پر چین او روس باندې په خپل هېواد کې د لاسوهنې تورونه لګوي. په ۲۰۱۶م کال کې د امریکې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روس د لاسوهنې په اړه د امریکې د استخباراتو پلټنې اوس هم دوام لري.

د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ ادارې د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې د خپل حکومت په بهرنۍ تګلاره کې چین او روس د امریکې لپاره دوه اصلي رقیبان او چېلنجوونکي ګڼلي وو، ځکه چې وایي دغه دواړه هېوادونو امریکایي ځواک، اغېز او ګټې چېلنجوي او د دې کار لپاره د امریکې امنیت او سوکالي له منځه وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG