لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د کابل سفر کړی


د امریکا د بهرنيو چاور مرستیال وزیر جان سوليوان پرون د سه شنبې، نهې په مازيګر د افغانستان صدر اشرف غني سره ليدلي او د افغانستان په اړوند يې ورسره په بېلابيلو چارو خبرې کړي دي.

سوليوان دا سفر په داسې حال کړی چې په تېرو څو ورځو کې کابل پرله پسې د خونړو ترهګرو بريدونو ښکار شوی دی.

د ارګ صدارتي ماڼۍ ویلي، اشرف غني سره په ناسته کې دواړو لورو "په ځانګړي ډول د اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتولۍ، له سیمه ییز ترهګرۍ سره د مبارزې او د ولسې جرګې او جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه بحث او خبرې وکړې".

په دغه مهال ښاغلي غني "د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاریو تړون د عمل په لړ کې پرمختګونه ارزښتناک وبلل او د دې تړون د اجرا کېدو په برخه کې یې د ګډې کمېټۍ کار وستایه".

سوليوان د افغان حکومت او اولس سره په وروستيو ترهګرو پېښو د خپل هېواد او خلکو غمشريکي او خواخوږي وکړه او ښاغلي غني د امريکا او خلکو په خواخوږۍ مننه وکړه او په حساسه شېبو کې يې د مرستیال وزير راتګ ارزښتمن وبلو.

کابل کې د امريکې سفارتخانې په خپل بيان کې ويلي مرستیال وزیر په دغه سخت وخت کې د کابل سفر کړی چې د افغانستان سره د امريکا کلکې مرستې بيا تکرار او پخلی يې وکړي.

د بيان ترمخه افغان مشرانو سره په ليدنه کې "دواړو لورو د سويلي اسيا دپاره د امريکايي تګلارې د اهدافو ترلاسه کولو او د روانې شخړې د سوله ييز حل دپاره د شرايطو په وړاندې کولو بحث کړی دی".

سفارت ويلي د مرستیال وزير د کابل سفر د امریکا هغه ژمنه څرګندوي چې امريکا " د افغان حکومت او اولس سره د سولې، امنيت، اقتصادي ودې په برخه کې د افغانستان او سيمې دپاره کار کوي".

د امریکې مرستیال وزیر په کابل کې د ملي يو والي د حکومت اجرايي رئيس عبدالله عبدالله، د مدني ټولنې ځوانانو مشرانو،خبريالانو، کاروباري خلکو او بشري حقونو د کارکوونکو ترڅنګ د امريکايي سفارتخاني د کارمندانو او پوځي سرتېرو سره هم ليدلي دي.

XS
SM
MD
LG