دشورو په ورځ دپاکستان بیلابیلو سیمو کې سخته زلزله راغلې چې له امله یې خلکو ته د زیانونو اوښتو اندیښنه ده خو لا په سمدستي ډول د زیاتو زیانونو اطلاعات مخکې ته نه دي راغلي.
دزلزلې دغه جړقونه چې غرمه په دولس بجې اؤ اووه منټه د خیبرپښتونخواؤ قبائیلي سیمو ترڅنګ د پاکستان په زیاترو سیمو کې خلکو محسوس کړي دموسمیاتو محکمه وایي په ریکټر اسکیل یې شدت شپږ اعشاریه دوه ښودل شوی.
د زلزلې مرکز د افغانستان پله دهندو کش غرئیزه سیمه کې ۱۷۸ کلومیټره ژور ښودل شوی دی.
په سمدسمدستي ډول یوازې د بلوچستان دحب سیمې نه دغه زلزله کې د یوې ماشومې د مړینې اؤ نهو تنو د ژوبل کیدو اطلاع مخې ته راغلې ده .
د زلزلې جړقونه دومره زورور وؤ چې خلکو نه یې منډې ویستلي دي اؤ ښځې اؤ ماشومان هم له کورونو لارو کوڅو ته راوتلي وؤ.
دغه زلزله په یو وخت په افغانستان اؤ هند کې هم مخې راغلې ده د زلزلې له امله اوښتي زیانونه لا نه دي په ډاګه شوي.
د ډیوه راډیو خبریالان ددغه زلزلې په هکله د نورو معلوماتو په راټولولو بوخت دي اؤ چې کله نور معلومات په لاس کې ولرو ددې خبر برخه به وګرځي