لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان لوړ پوړي پلاوي د پاکستان سفر کړی


د افغانستان د کورنو چارو وزير وېس احمد برمک او د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزی د اسلام اباد په سفر راغلي او نن د چارشنبې، شورو په ورځ به د پاکستان وزیراعظم، پوځي او استخباراتي چارواکو سره ويني.

اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال په فېس بک پخلی کړی چې " د ملی امنیت رئيس ښاغلی معصوم ستانکزی او کورنو چار وزیر ویس برمک د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي بیړني پلاوي په توګه د پاکستان د لومړی وزیر او د دې هېواد د نظامي او استخباراتي مشرتابه سره د مهمو خبرو دپاره اسلام اباد ته رارسېدلي دي".

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر محمد فېصل هم په ټويټر د افغان پلاوي د پاکستان د سفر پخلی کړی دی.

نوموړي ویلي، " د افغان حکومت په خواست د کورنو چارو وزير او ملي امنيت مشر د پاکستان سفر کوي چې د افغان صدر پېغام پاکستان ته ورسوي او په دوه اړخیز اړيکو خبرې اترې وکړي" ، هغه ويلي" پلاوی به نن خبرې کوي".

ښاغلي زاخېلوال په ټویټر ليکلي،" دا رښتيا نه دي چې (افغان) صدارتي ماڼۍ ته ټيليفون شوی دی، او کابل کې د وروستیو ترهګرو بريدونو په اړوند د وزيراعظم عباسي پېغام صدر غني ته رسېدلی او هغې ته د ځواب ويلو دپاره د صدر لوړ پوړی پلاوی به نن د (پاکستان) وزیراعظم سره وويني".

له دې وړاندې افغان رسنیو خبر ورکړی ؤ چې د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره په ټيليفون خبرې رد کړي دي.

افغان رسنیو ویلي د پاکستان وزير اعظم شاهدخاقان عباسي د سه شنبې، نهې په شپه اشرف غني ته ټيليفون کولو چې په افغانستان کې په وروستيو کې د رامنځته شوؤ ترهګرو پېښو کې په مرګ ژوبلو ورسره غمرازي وکړي.

افغانستان کې په تېرو لسو ورځو کې ترهګرو بريدونو کې په سلګونو ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.

د افغان صدر لوړ پوړي پلاوي د پاکستان سفر په داسې حال کې کړی چې افغان چارواکي وايي افغانستان په وروستیو کې ترهګر بريدونه حقاني شبکې کړي او ياده ډله په پاکستان کې شتون لري او د هلته نه بريدون پلان کوي.

خو پاکستان په افغانستان کې د تازه ترهګرو بريدونو غندنه کړې او وايي په خاوره يې هيڅ يوه ترهګره ډله شتون نه لري او نه خپله خاوره د بل په ضد کارېدو ته پرېږدي.

افغانستان کې په وروستيو کې ترهګر بريدونه د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ غندلي او د دوشنبې، ګل په ورځ يې ويلي ؤ چې طالبان بې ګناه خلک، ښځې او ماشومان وژني او نورې خبرې ورسره نه کوي.

د تېر اګست په مياشت کې امريکايي صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند خپله اعلان کړې تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې د امريکا نه يې په ملينونو ډالره مرستې اخستي او په خپله خاوره ترهګر هم ساتي.

د اګست د مياشتې نه د امريکې لخوا په پاکستان فشار سېوا کېدل او پرله پسې د امريکايي چاوراکو بيانونه دوام لري.

خو پاکستان وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان وراچوي.

پرون د پاکستان د بهرنو چارو دفتر وياند محمدفېصل ويلي، د افغانستان شخړه یوازې د خبرو اترو له لارې هواریدی شي او د افغان سولې د بهير مخ په وړاندې بوتللو دپاره د پاکستان ،چین ،امریکا او افغانستان څلور هېواديزه ډله یو ښه ځایې ناستی ثابتیدلی شي.

فېصل دا هم ويلي پاکستان به د هر هاغه عمل ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ د دوي دګډون څخه پېل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG