لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

داسلام اباد لخوا کابل ته د۲۷ؤ ترهګرو دسپارلو په دعوه شکونه کیږي


دپاکستان لخوا دعوه شوې چې د تیر کال د نومبر په میاشت کې یې دحقاني ترهګرې شبکې اؤ طالبانو پسې تړلي ۲۷ کسان افغانستان ته سپارلي خو افغان حکومت تر اوسه په رسمي ډول دپاکستان ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

په افغانستان کې رسنیو هم دپاکستان دغه دعوې ته دشک په نظر کتلي اؤ‌ حتي په افغان میډیا تر دې حده دعوې شوي چې پاکستان دغه ۲۷ ترهګر افغانستان ته نه دي سپارلي.

افغانستان ته دحقاني شبکې اؤ طالبانو د۲۷ ترهګرو د سپارلو دعوه تیره ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي محمد فیصل پخپل یو ټوئټ کې کړې وه.

پاکستاني ویاند ویلی ؤؤ هیواد یې هڅه کوي د طالبانو اؤ حقاني شبکې دجنګیالو مخه ونیسي ترڅو دپاکستان دخاورې څخه دافغانستان په ضد استفاده ونه کړي.

دپاکستان لخوا افغانستان ته د ۲۷ ترهګرو د سپارلو په دعوه افغان میډیا د شکونو څرګنډونه کړې ده اؤ حتي په د ټي وي ګانو په ځینو خپرونو کې تر دې حده ویل شوي چې پاکستان دغه ترهګر هډو افغانستان ته ورکړي نه دي.

افغان حکومت په دې هکله خپل نظر نه دی روښانه کړی خو په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ښاعلي ډاکټر عمر زاخیلوال چې په دغه اړوند کوم ټويټ کړی دهغې نه دا تاثر راولاړیږي چې پخپله سفیر زاخیلوال ته هم نه ده معلومه چې ایا په رښتیا هم پاکستان افغانستان ته دغه تندلاري سپارلي دي که نا؟

ښاغلي زاخیلوال پخپل ټویټ کې ویلي “دا زما لپاره مهم خبر دى، که چېرې په رښتيا دغه کار شوى وي؛ نو د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو کې مهم رول لوبولى شي.”

پاکستان افغانستان د۲۷ ترهګرو د سپارلو دغه دعوه وروسته له هغې کړې چې تیره اوونۍ په کابل کې پرله پسې ځانمرګي بریدونو کې په لسګونو افغانان ووژل شول اؤ افغان چارواکو دطالبانو ددغو بریدونو پسر دملامتې ګوته پاکستان ته ونیوله.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په افغانستان کې کیدونکي بریدونه په اسلام اباد کې پلان کیږي اؤ پاکستان طالبان پخپل موټي‌کې ددې دپاره نیولي دي چې افغانستان کې پرې د ناقرارۍ روان عمل ته دوام ورکړي خو پاکستان دافغانستان دغه دعوې ردوي اؤ افغانستان کې دګډوډۍ پړه په افغان حکومت اچوي.

امریکا هم روانه میاشت کې په پاکستان د څه کم دوؤ اربو ډالرو پوځي اؤ امنیتي مرستې تړلي اؤ شرط یې ورته ایښی چې پاکستان ته به دغه پیسې تر هغې نه ورکوي ترڅو چې یې خپل هیواد کې دحقاني شبکې اؤ طالب ترهګرو په ضد رغنده ګامونه نه وي‌اخستي.

XS
SM
MD
LG