لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور:دافغان حکومت دلاسه سیمې اوځي،دطالبانو نفوذ په سیوا کیدو دی


دامریکا سینیټ ته وړاندې کړل شوي یو راپور کې ویل شوي چې د کال ۲۰۰۹م څخه دافغان دولت دواک لاندې سیمو کې کمی راغلی اؤ تندلارو دخپل نفوذ ساحه نوره هم پراخه کړې ده.

دافغانستان دیا ودانۍ دپاره ځانګړي ادارې سیګار انسپکټر جنرل جوهن ایف سوپکو امریکايي کانګریس ته وړاندې کړي خپل راپور کې ویلي چې دامریکا پوځي عملیاتو هم ونکړی شول چې دافغان دولت پخپلو سیمو اؤ اولس واک ټینګ وساتي .

دغه راپور وایي یوازې دتیرکال داکتوبر میاشت کې افغانستان کې امریکایي ځواکونو د دښمن په ځالو ۶۵۳بمونه غورځولي چې داشمیره د کال۲۰۱۲م نه راپدیخوا د هرې میاشتې په پرتله دبمونو غورځولو څخه لوړه .

راپور کې ویل شوي چې افغانستان کې دامریکایي پوځیانو د وژنو کچه هم لوړه شوې اؤ دتیرکال په ۱۱ؤ میاشتو کې په دغه هیواد کې ۱۱ امریکایي پوځیان وژل شوي چې دیوکال وړاندې په پرتله دا شمیره یو په دوه ده.

په دغه راپور کې په مخدره موادو هم خبره شوې اؤ ویل شوي چې په مخدره موادو د قابو موندلو دپاره د اتوؤ اربو اؤ‌۷۰ کروړو ډالرو دلګښت باوجود پروسکال افغانستان کې د افیمو په کښت کې ۸۷ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

راپور وایي د حکومت د واکمنۍ لاندې دسیمو شمیر په کمیدو اؤ د طالبانو د نفوذ لاندې سیمو شمیر په زیاتیدو دی.

دسیګار په راپور کې راغلي‌چې تیرکال دنومبر میاشت کې افغانستان کې دامریکایي‌ځواکونو کمانډر جوهن نیکولسن ویلي وؤ چې ۶۴ فیصده سیمې دافغان حکومت دواک لاندې دي ،په ۱۲فیصده سیمو یاغیان واک لري.

پاتې ۲۴ فیصد سیمې لانجمنې دي اؤ راتلونکو دوؤ کالو کې به هڅه وشي چې افغان حکومت په ۸۰ فیصده ابادۍ خپل واک ټینګ کړي.

راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې دامنیتي ځواکونو پرله پسې هوايي بریدو کې یوه خطره دعامو وګړو د وژنې راولاړیږي اؤ ددې سره دافغان حکومت ملاتړ کې کمی اؤ د یاغیانو ملاتړ کې زیاتوالی رامینځته کیدلی شي

جوهن ایف سوپکو پخپل راپور کې ویلي کال ۲۰۱۶م کې د ای این ډي ایس ایف د مامورینو وژنه کمه شوې ده اؤ د ۳۱م اکتوبر ۲۰۱۷م پورې بریدونو کې دافغان ځواکونو۱۰۲ عسکر وژل شوي اؤ‌ ۵۳ ژوبل شوي دي.

راپور کې ویل شوي تیر کال افغانستان کې دخبریالانو د وژلو اؤ‌زورؤلو ۱۶۷ پیښې ثبت شوي .

په کابل کې په تیره اوونۍ کې شوؤ دریوؤ بریدونو کې هم د۱۳۵نه زیات کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي دي

XS
SM
MD
LG