لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان امریکا څخه دافغان کډوالو دستنؤلو غوښتنه کړې


دپاکستان دریاستي چارو وزیر عبدالقادر بلوچ دامریکا مرستیالې وزیرې سره د افغان کډوالو په بیرته تګ خبرې کوي

پاکستان دامریکا نه غوښتي چې په دغه هیواد کې دمیشته افغان کډوالو خپل هیواد ته ستنولو دپاره دافغانستان حکومت سره په ګډه یوه کوټلې تګلاره جوړه کړي .

دپاکستان دولتي میډیا ویلي دپاکستان د ریاستي‌چارو وزیر عبدالقادر بلوچ دشورو په ورځ دکډوالو دپاره د امریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې نینسي ایزوجیکشن سره لیدلي اؤ پاکستان څخه دافغان کډوالو دستیندو په چارو یې ورسره خبرې کړي.

په پاکستان کې دمیشت افغان کډوالو خپل هیواد ته ستنیدو دپاره دپاکستان لخوا ورکړل شوی مهلت نن د شورو په ورځ سرته رسیږي خو پاکستان نه دي ویلي چې د مهلت تیریدو نه وروسته به خپل هیواد کې دمیشت لکونو افغان کډوالو سره څه سلوک کوي؟

دپاکستان د ریاستي چارو وزیر دامریکا مرستیالې وزیرې ته ویلي چې پاکستان کې په لکونو کډوال میشته دی اؤ ددوي له امله پاکستان د یو شمیر ستونزو سره مخ دي ځکه نو امریکا دې ددغه کډوالو خپل هیواد ته ستنولو کې رول ولوبوي.

روانه میاشت کې دامریکا لخوا په پاکستان دپوځي مرستو تړل کیدو راپدیخوا پاکستان خپله خاوره کې دترهګرو دموجودیت مسله دافغان کډوالو دغه هیواد کې استوګنې پسې تړي اؤ څو ورځې وراندې دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان کې په لکونو کډوال میشت دي چې هرشان خلک پکې شته .

هغه ویلي وؤ که چرې دغه کډوال دپاکستان نه اوځي نو بیا پاکستان ته ترهګر نه شي راننوتلی.

خو افغان حکومت دریځ لري چې پاکستان د کډوالو ستونزې نه سیاسي استفاده کوي اؤ هغوئ سره غیرانساني سلوک کوي.

دامریکا دکډوالو دچارو مرستیالې وزیرې پاکستان ته ویلي چې افغانستان ته دسفر په مهال به افغان چارواکو سره د کډوالو دستنؤلو په چارو وغږیږي.

دا مهال په پاکستان کې کابو دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او ملګروملتونو تل په دې خبرې ټینګار کړی چې د هېواد ته د افغان کډوالو ستنېدنه باید په خپله خوښه او رضاکارانه توګه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG