لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "سپر بليو بلډ مون"  په نوم سپوږمۍ څه ته وايي؟


د امريکا د فضايي څيړنو ادارې ناسا ترمخه د "سپر بليو بلډ مون" په نوم سپوږمۍ په درېو علتونو د عامو شپو او پوره غټې سپوږمۍ "سپر مون" نه بدله وي.

د ۳۱م جنورۍ د شپې غټه سپوږمۍ ځمکې ته ډېرې نزدې او د عامو ورځو په حساب ۱۴ فيصده زياته روښانه وه، او په ځینو هېوادونو کې چې شپه ده اوس هم روانه ده.

دغه مدار چې سپوږمۍ او ځمکه پکې يو بل ته تر ټولو نزدې کیږي د فلکياتو په علم کې ورته "پيريګي" ویلی شي.

دا د مياشتې په موده کې په دوېم ځل پوره ليدی کېدونکی سپوږمۍ ده چې عامه پېژندګلو يې د "سپر مون" يا غټې پوره سپوږمۍ په نوم کيږي او د سپر مون د لړۍ درېمه غټه سپوږمۍ وه ځکه ورته د سپربليو مون نوم هم ورته ويل شوی ؤ.

د "سپر بليو بلډ مون" يا د وينې په رنګ ليدو وعلت يې پوهان دا ښايي چې دغه غټه سپوږمۍ چې د ځمکې په سېوري تېريږی ښی اړخ يې ليدونکو ته تورالوان (سور) ښکاري.

او کله چې د ځمکې ټول سېوری په سپوږمۍ راشي يا د نمر او سپوږمۍ ترمنځ ځمکه راشي نو د سپوږمۍ رنګ د وينې په څېر ښکاري ځکه دې ته د "سپر بليو بلډ مون" ورکړی شوی ؤ.

د ۳۱م جنورۍ سپوږمۍ ته د سپربليو مون نوم ځکه ورکړی شوی چې درې ځله د غټۍ سپوږمۍ ليدو وروستۍ غټه سپوږمۍ وه او د (بلډ) وينې توری پکې د سرې ليدو دپاره کارول شوی ؤ.

ځینې خلک دغه ډول سپوږمۍ ته د سپوږمۍ تندر نيولو نوم هم ورکوي او ځينې ترې بيا د ويرې بېلابيلې څرګندونې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG