لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

يونان کې په غېرقانونه توګه پاتې کېدونکو اکثره پنجابيانو حال بد دی


يونان کې د پاکستان سفير ويلي چې د پاکستان نه يونان او د دغه لارې يورپ ته بشري قاچاق کیږي او د دسمبر په مياشت کې په غېرقانونه توګه تلونکي ۲۳ پاکستاني د يونان د امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي وو.

سفير خالدعثمان قېصر د جنورۍ په نهمه اسلام اباد ته په يو خط کې ليکلي چې په ۲۳ مړو کې يې ۲۰ پاکستان ته لېږلي او درې لا نه دي موندل شوي.

د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه نوموړي د پاکستان د بهرنو او کورنو چارو وزاتونو ته ليکلي چې د انسانو د قاچاق خبر واخلي ځکه چې دا جدي ستونزه ده.

سفير ويلي يونان او يورپ ته په ځانګړي ډول د پنجاب صوبې د منډي بهاؤالدين، ګوجرانواله، ګوجرات او سيالکوټ څخه انسان قاچاق کيږي.

هغه دا هم ويلې د يونان اقتصاد چې په خپله د بحران ښکار دی او ۴۰ فيصده بې روزګاري پکې سېوا شوې پاکستاني نه دي خبر خو يورپ او يونان ته روان دي په داسې حال کې چې يورپي يونين کډوالو ته خپلې دروازې هم بندې کړي دي.

قېصر زياته کړې په غېر قانوني تلونکي ونيول شي او ځينې پکې سياسي پناه وغواړي، د بې روزګارۍ او تنګسيا نه دوي بيا د جرايم پېشه ؤ په لاس ورشي هغه ورسره يورپ ته د رسولو ژمنې وکړي خو ډېر پکې په لاره ژوند د لاسه ورکړي.

سفير دا انکشاف هم کړی چې قاچاق شوي خلک زیاتره د جنايتونو ښکار شي، او د ۱۸ کالو نه کم عمره پاکستاني هلکان او د منځني عمر جينکۍ" هر ماښام د جنسي تيري په موخه په عامو ځايونو کې د سودا دپاره موجود وي".

هغه ويلي ځينې ځوانان بيرته پاکستان ته تګ غواړي خو د کډوالو د نړيوال قانون ترمخه کم عمره بيرته نشي لېږل کېدی او دوي بيا د پاکستان سفارتخانې ته مخه کوي.

سفير د پاکستان د کورنو او بهرنو چارو وزارتونو ته ويلي چې په دغه مسله په لمړيتوب سره غور وکړي ځکه د انسانانو قاچاق او په ځانګړي ډول د کم عمرو قاچاق نه يواځې د پاکستان مخ بهر بد ښکاره کوي بلکې د يورپي يونين سره يې اړیکې هم اغېزمنولی شي.

او که چري په دې غور ونشو نو دا د يورپي يونين لخوا پاکستان ته د ورکړل شوي جي اېس پي پلس په اسانتيا هم منفي اغېزې کولی شي.

د پاکستان نه د غربت، بې سوادۍ او امنيت له کبله د زرګونو په شمېره کې خلک په غېر قانونه توګه يورپ ته د رسېدو هڅې کوي او په سختو لارو تلو ته غاړه ږدي.

XS
SM
MD
LG