لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مسلم ليګ (ن) سېنېټر نهال هاشمې جېل ته لېږل شوی


نهال هاشمي

د پاکستان سترې محکمې د حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن) سېنېټر نهال هاشمي د يوې میاشتې دپاره زندان ته لېږلی، ۵۰زره روپۍ جرمانه پرې لګولې او د پينځه ؤ کالو دپاره يې د کومې عوامي چوکۍ ساتلو څخه نااهله کړی دی.

د جسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ د جسټس دوست محمدخان او جسټس مقبول باقر درې کسيزه بنچ نن د پنجشنبې، زيارت په ورځ هاشمي ته د عدالت د سپکاوي په قضيه کې دغه سزا واورله او هغه د عدالت د کمرې نه پوليس ونيولو او زندان ته یې بوتلو.

نهال هاشمي د تېر کال مئي په مياشت کې په يوه وينا کې ګواښ کړی ؤ د پاکستان د (مخکني) منتخب وزيراعظم نوازشریف نه په حساب غوښتونکو به ځمکه تنګه کړو.

هغه دغه وېنا د پاناما قضيې دپاره جوړې کمېټۍ د پلټنو په مهال هغه وخت کړې وه چې یوه ورځ د نوازشريف د زوي نه کمېټۍ نزدې پينځه ساعته پوښتنې کړې وې.

هغه د چا د نوم اخستو پرته ويلي ؤ "چې څوک حساب غواړي ودې غواړي خو وادې وري چي مونږ يې نه پرېږدو نن په چوکۍ ناست دي سبا به ريتائرډ شي مونږ به ستاسو په بچو او کورنو باندې د پاکستان خاوره تنګه کړو".

وروستو مسلم ليګ ن د هاشمي د ګوند غړیتوب معطل کړی او د هغه نه يې د سېنېټرۍ څخه استعفی هم غوښتې وه.

خو د سترې محکمې مشر قاضي جسټس ميا ثاقب نثار د هاشمي په وېنا خپل ځاني نوټس اخستی او د قاضيانو درې کسيزه بنچ پرې جوړ کړی شوی ؤ.

نهال هاشمي غېر مشروطه بخښنه هم غوښتې وه خو عدالت نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG