لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"که د زرداري په کور چاپه ووهل شي کیدی شي راؤ انوار ونیول شي"


دپاکستان یو مرکزي وزیر عابد شیرعلي د نقیب مسید په وژنه کې ککړ راؤ انوار یو قاتل اؤ ډاکو دی، اؤ که چرې دهیواد دپخواني صدر اصف زرداري په کور چاپه ووهل شي نو کیدی شي راؤ انوار دغلته نه ونیول شي.

دکراچۍ دملیر ضلعې دپولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه په ډله تور دی چې دوزیرستان یو پښتون زلمی نقیب مسید یې په ۱۳مه جنورۍ په بیګناه ډول وژلی اؤ ددغه وژنې نه وروسته راؤ انوار ځان پټ کړی دی.

دپنجشنبې په ورځ دپاکستان سترې محکمې هم د هیواد پوځي اؤ استخباراتي شبکو ته امر کړی چې د راؤ انوار په نیولو کې د سندهـ پولیسو سره مرسته وکړي.

خبریالانو سره خبرو کې مرکزي وزیر عابد شیر علي سندهـ صوبه کې د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ په مشر اؤ دهیواد په پخواني صدر اصف علي زرداري سخت ټکونه وکړل اؤ ویل دنقیب مسید قاتل هم د اصف زرداري کور کې کیدلی شي.

په ټولنیزو رسنیو هم زیاتره داسې دعوې کیږي چې راؤ انوار د پخواني صدر اصف علي زرداري نزدې ملګری دی اؤ کیدی شي هغه پناه ورکړي وي.

خو اصف علي زرداري پخپله تر اوسه دغو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي د نقیب مسید د وژنې پخپله نوټس اخستی اؤ نن یې ددغه دوسیې دریمه اوریدنه کړې ده.

ددغه اوریدنې په مهال د سندهـ دپولیسو مشر ای ډی خواجه محکمې ته ویلي چې پولیسو د راؤ انوار د نیولو دپاره په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده خو هغه ځان پټ کړی دی.

هغه ویلي په وروستي ځل پولیسو ته معلومات په لاس ورغلي چې هغه د اسلام اباد سره نزدې دپراچه ترنول سیمه کې دی اؤ بیا یې هیڅ درک نه شته.

په دغه موقعه دسترې محکمې مشر قاضي دسندهـ پولیسو مشر ته ځینې اورؤنې هم کړي اؤ ورته یې ویلي چې راؤ انوار داسلام اباد په هوایي اډه یوې ښځې ایسار کړی خو تاسو نه د کراچۍ څخه وتلی دی.

هغه دهیواد ټولو پوځي اؤ‌ استخباراتي شبکو ته امر کړی چې د راؤ انوار په نیولو کې مرسته وکړي اؤ په میډیا یې د راؤ انوار په مرکو اؤ بیانونو خپرولو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG