لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دسندهـ صوبې وزیر میرهزار خان بجاراني اؤ میرمن یې وژل شوي


میر هزار خان بجاراني

دپاکستان دسندهـ ایالت د یو وزیر میرهزار خان بجاراني اؤ دهغه میرمن په خپل کور دننه نامعلومو کسانو وژلي اؤ پولیسو ته یې مړي په لاس ورغلي دي.

د پنجشنبې په ورځ د کراچۍ دپولیس سرچینو ویلي پولیسو ته په ټیلي فون اطلاع ورکړل شوې وه چې دپیپلز ګوند سره تړاؤ لرونکی د پلان اؤ پرمختیا دصوبايي وزیر میر هزار خان بجاراني اؤ دهغه دمیرمن میرمن چا وژلي اؤ مړي یې په کور دننه پراته دي.

پولیس وایي کله چې په ډیفنس سیمه کې د میرهزارخان بجاراني بنګلې ته ورسیدل نو د کور دروازه یې وماته کړه اؤ مړي یې ترلاسه کړل.

دپولیسو وینا ده چې دغه دواړه ښځه اؤ خاوند په ډزو وژل شوي خو تر دې ساعته هیڅ نه ده معلومه چې وژونکي یې څوک دي.

دکراچۍ کمشنر میډیا ته ویلي چې صوبایي وزیر اؤ دهغه په میرمنه شوې ډزې دهغوي ګاونډیانو اوریدلي اؤ دډزو نه وروستو د میرهزار خان بجاراني نوکرانو دهغوئ مړي لیدلي دي.

پولیسو د وژل شوي وزیر دوه ملازمان نیولي دي

د ۷۱کلن میرهزار خان بجاراني تعلق د تعلق دسندهـ‌ دکشمور ضلعې د کندهـ کوټ سیمې سره ؤ اؤ هغه تیرو ټولټاکنو کې دجیکب اباد څخه دصوبایي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې وه.

دهغه میرمنه فریحه رزاق هم د کال ۲۰۰۲م نه تر ۲۰۰۷ پورې د ښځو په ځانګړو څوکیو د صوبایي اسمبلۍ غړې پاتې شوې وه

XS
SM
MD
LG