لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکابل پوښتنو ته ځوابونو ویلو دپاره اسلام اباد خپل پلاوی افغانستان ته لیږي


معصوم ستانګزی

دافغان چارواکو لخوا پاکستان ته د ترهګرو د نوملړ اؤ په دغه هیواد کې دورانکارو دموجودو ځالو په بابله دمعلوماتو سپارلو نه وروسته پاکستان پریکړه کړې چې خپل یو هئیت د راتلونکې شنبې په ورځ کابل ته ولیږي ترڅو کابل کې د وروستیو بریدونو په اړوند دافغان چارواکو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

دغه اعلان د افغانستان دملي امنیت مشر معصوم ستانکزي اؤ دکورنیو چارو وزیر ویس برمک داسلام اباد د سفرنه په بیرته ستنیدو کابل کې یوې مطبوعاتي غونډې ته وینا کې کړی دی.

افغان چارواکو وویل پاکستان ته دخپل سفر په مهال یې ددغه هیواد وزیراعظم شاهد خاقان عباسي،د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي دمشر اؤ کورنیو چارو وزیر سره لیدنې کړي اؤ ورسره یې افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه خپل معلومات شریک کړي دي.

کابل کې دتیرو دوو اونیو په مهال درې لویې ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې د ۱۳۵ؤ نه زیات کسان وژل شوي اؤ په سوونو نور ټپیان شوي دي،

په انټرکانټینیټل هوټل دشوي برید نه وروسته دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دعوه کړې وه چې دغه برید دپاکستان په خاوره کې پلان شوی ؤ.

تیره ورځ دافغانستان د ملي امنیت رئیس ښاغلي معصوم ستانکزي اؤ دکورنیو چارو وزیر ښاغلي ویس برمګ داسلام اباد سفر کړی ؤ‌ اؤ دغلته یې دلوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدنې کړې وې،

کابل کې دخپلو لیدنو د احوال تیرؤلو په مهال دغو دواړو لوړ پوړو افغان چارواکو ویلي پاکستان ته یې په دغه هیواد کې د تروریستي ډلو د روزنیزو مرکزونو اؤ په ورانکارۍ کې د ککړو یو شمیر ورانکارو نوملړ اؤ ثبوتونه ورکړي دي.

هغوئ وویل پاکستان ډاډ ورکړی چې د راتلونکي شنبې په ورځ به خپل یو پلاوی کابل ته ولیږي تر څو داسلام اباد په اړوند کابل کې پیدا شوؤ ټولو پوښتنو ته مخ په مخ ځواب ووایي.

دکورنیو چارو وزیر ښاغلي برمک وویل دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر اؤ داخله وزیر ورته وړاندیز کړی چې د ترهګرۍ دمخینوي دپاره دواړه هیوادونه باید خپلو کې د استخباراتي معلوماتو د راکړې ورکړې یو مربوط نظام ولري .

هغوئ وویل په پاکستان کې چې په کومو کومو سیمو کې د تروریستانو د روزنې مرکزونه دي هغه ټول یې پاکستاني‌چارواکو ته په ګوته کړي‌ اؤ ورسره یې دهاغو دیني مدرسو په هکله هم خبرې کړي دي چې تندرلایتوب ته وده ورکوي.

XS
SM
MD
LG