لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د سپينې ماڼۍ په تازه بيان اندېښنې ښودلي


د پاکستان د دفاع وزير خرم دستګير خان د سپينې ماڼۍ په هغه بيان اندېښنه څرګنده کړې چې پکې ويل شوي امريکايي پوځ ته واک ورکړی شوی په پاکستان کې دننه دې د تندلاور د ځالو نوغی وباسي.

سپينې ماڼۍ ويلي "صدر ټرمپ د سويلي اسيا دپاره خپلې جوړې تګلاره کې پوځي چارواکو ته اړين واک او وسايل ورکولو ويلي چې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرو پټې ځالې ختمې کړي".

د امريکا غږ اردوڅانګې سره په خبرو کې خرم دستګير خان دغه بيان ته په غبرګون کې ویلي، " مونږ امريکا ته په ډاګه کول غواړو چې پاکستان يو خپلواکه ملک دی او د خپلواکۍ احترام دې يې وکړی شي".

هغه ويلي بايد په دغه ډول بيان چې هره معنی ترې اخستل کيږي پاکستان سره پرې صلاح پکار ده او داسې بيانونه مونږ د افغانستان د سولې څخه لرې باسي.

خو د پنجشنبې، زيارت په ورځ په پېنټاګون کې جوائنټ سټاف ډايريکټر مېرين لفټننټ جنرال کېنېتهـ مېککنزي ویلي، د امریکې پوځ " په پاکستان کې دننه په پوځي عملياتو غور نه کوي".

هغه ويلي، " مونږ په بېلابيلو کچو افغانستان کې د عملياتو دپاره د پاکستان مرستو ته ګورو، او مونږ داسې پلان نه لرو چې په پاکستان کې دننه پوځي عمليات وکړو".

تازه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امريکې لخوا په پاکستان فشار سېوا شوی چې په خپله خاوره د موجود تندلارو او په ځانګړي ډول حقاني شبکې په ضد غوڅ عمليات وکړي.

په پاکستان د فشار سېوا کولو په لړ کې تېره مياشت د د امريکايي صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميې د پاکستان پوځي مرستې ځنډولي او ويلي يې ؤ پاکستان کولی شي چې په خاوره د ټولو ترهګرو پرضد غوڅ عمليات وکړي او د دغه ځنډول شوې مرستې بيرته ترلاسه کړي.

صدر ټرمپ په يو ټويټ کې ويلي ؤ پاکستان د امريکا څخه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې ورته دروغ ويلي او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان وراچوي.

د صدر ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره اعلان کړې پاليسۍ وروستو په پاکستان کې ډرون بريدونه هم سېوا شوي دي. خو بل لور ته په وروستيو کې په افغانستان کې ترهګرو بريدونو هم زور اخستی دی.

افغان چاوراکي وايي تازه بريدونه حقاني شبکې کړی کومه ډله چې په پاکستان کې شتون لري.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان دوه لوړ پوړو امنيتي چارواکو د اسلام اباد سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره یې ليدلي وو.

داسې ويل شوي چې دوي د پاکستان سره په افغانستان کې د تازه ترهګرو بریدونو په اړوند ثبوتونه شريک کړي چې دغه خونړي بريدونه د پاکستان په خاوره پلان شوي وو.

راپورونه وايي د پاکستانو چارواکو د يو پلاوي سبا د شنبې، خالي په ورځ کابل ته تلل ټاکل شوي چې د افغان چارواکو سره د وروستيو ترهګرو بريدونو سپيناوی وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG