لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دطالبانو مرکز پاکستان دی،افغانان سل کاله وروسته هم خپل غچ اخلي


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني پاکستان ته په اشارې کولو سره ویلي “دادي خلک نه هیروي که سل کاله وخت هم ونیسي افغانان خپل غچ(بدل) ارو مرو اخلي”

هغه ویلي دطالبانو مرکز پاکستان کې دی اؤ اوس دپاکستان حکومت ته دتصمیم نیولو وخت دی ،هغه څه چې دځان دپاره خوښوي باید دنورو دپاره یې هم خوښ کړي.

هغه دغه خبرې دجمعې په ورځ دصدارتي ماڼۍ په جومات کې کړی دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان پلازمینه کابل کې د ترهګرۍ پرله پسې بریدونو کې د۱۳۵نه زیات کسان وژل شوي اؤ په سوؤنو نور ژوبل شوي چې افغان حکومت دعوه کوي ددغو بریدونو پلانونه دپاکستان په خاوره کې جوړ شوي وو.

دافغانستان دخبري شبکې پژواک له مخې اشرف غني ویلي "زمونږ لار دننواتي اؤ دچغو لاره نه ده ، که خلک فکر کوي چې مونږ ماتیزو ، مونږ څوک نه شي ماتولی"

اولسمشر غني وویل د وروستیو بریدونو په تړاؤ ۱۱کسان نیول شوي اؤ ددغو بریدونو ریښې معلومې شوي وي .

دهغه په وینا “هاغه خلک چې تیروتلي دي باید پوهه شي چې دافغانستان دښمن مونږ ته ښه نیت نه لري اؤ دا دښمني د یو فرد سره نه بلکې دافغانستان دستر ملت سره ده”

له دې وړاندې دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني تیره ورځ دیو شمیر هیوادونوسفیرانو سره په لیدنه کې دهاغو ترهګرو ډلو په ضد په جدي اقدام ټینګار کړی ؤ چې سولې ته غاړه نه ږدي اؤ عامې وژنې کوي.

افغان اولسمشر ویلي وؤ دکابل وروستي بریدونو په ډاګه کړې چې نور باید دهاغو ترهګرو ډلو په ضد رغنده ګامونه واخستل شي چې بشر ضد جنایتونه اؤ عامې وژنې کوي.

تیره میاشت کابل کې پرله پسې درېوؤ ځانمرګي بریدونو نه وروسته دامریکا صدر طالبانو سره دخبرو ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ دافغانستان حکومت تور لګولی ؤ چې بریدونه دپاکستان خاوره کې پلان شوي وؤ.

دافغانستان د اولسمشر دماڼۍ نه په یو بیان کې ویل شوي چې د یو شمیر هیوادونو سفیرانو ښاغلي اشرف غني سره لیدنه کې هغه ته دخپلو هیوادونو لخوا دکوټلې همکارۍ ډاډ ورکړی اؤ د ترهګرۍ وروستۍ پیښې یې په کلکه غندلي دي.

دافغانستان د کورنیو چارو وزیر اؤ د ملي امنیت د ادارې مشر پرون کابل کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي وؤ چې اسلام اباد ته پخپل سفر کې یې پاکستاني چارواکو ته دترهګرو نوملړ اؤ یو شمیر شهادتونه سپارلي دي.

افغان چارواکي تور لګولي چې پاکستان طالبانو اؤ دحقاني شبکې ترهګرو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړي اؤ دهغوئ له لارې یې افغانستان کې جنګونو ته دوام ورکړی دی.

افغان اولسمشر له دې وړاندې څو کرته په اعلانیه توګه ویلي‌ چې پاکستان په افغانستان نااعلانه جګړه تپلې ده خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې دامنیت خرابه وضعه دافغان حکومت خپله کمزوري ګرځوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG