لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خارجه ویاند:دټرمپ انتظامیې ځینې غړي غواړي پاکستان نه دقربانۍ ګډوری جوړ کړي


دامریکا دسپینې ماڼۍ لخوا سیمه کې موجودو امریکایي کمانډرانو ته پاکستان کې د ترهګرو دځالو په ضد دکارروایۍ د واک ورکولو له اعلان وروسته پاکستان ویلي امریکایي انتظامیه کې شامل ځینې خلک پاکستان نه دقربانۍ ګډوری جوړول غواړي.

تیره ورځ دامریکا سپینې ماڼۍ ویلي وؤ سیمه کې موجودو امریکایي کمانډرانو ته هغه ټولې وسیلې اؤ واک ورکوي چې دوئ پرې پاکستان اؤ افغانستان کې دترهګرو موجوې ځالې له مینځه وړلی شي.

مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرؤلو په مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي محمد فیصل ویلي چې پاکستان کې دطالبانو یا حقاني شبکې هیڅ خوندي ځالې نشته اؤ نه پاکستان ددغو ډلو سره کوم تړاؤ لري.

هغه وویل افغانستان کې دامهال دپاکستاني طالبانو ډله اؤ جماعت الاحرار په ښکاره فعالیتونه کوي ځکه نو ټول پام دې ددغو ډلو دخوندي ځالو له مینځه وړلو ته وګرځول شي.

دپاکستان حکومت پرله پسې دعوې کوي چې په خاوره یې دترهګرو ډلو خوندي ځالې نشته خو واشنګټن اؤ کابل وایي پاکستان په دغسې دعوؤ غواړي د نړۍ سترګو کې شګې وشیندي.

دجنورۍ په لمړۍ نیټه دامریکا اولسمشر ښاغلي ډانلډ ټرمپ پخپل یو ټویټ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې اؤ‌ ویلي یې وؤ‌ پاکستان دامریکا څخه په ټګۍ ۳۳ اربه روپۍ ترلاسه کړي اؤ پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته ځالې ورکړي چې امریکا یې افغانستان کې په ضد په جګړه بوخته ده.

د پاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل پاکستان نه یوازې سیمه بلکې ټوله نړۍ کې دامن ټینګښت دپاره درنې قربانۍ ورکړي دي اؤ کله به هم دپاکستان دخاورې نه دکوم ګاونډي هیواد په ضد استفاده ونه شي.

هغه دعوه وکړه چې دافغانستان دخاورې دپاکستان په خاوره ۴۷۰ځله بریدونه شوي چې پکې دعامو وګړو ترڅنګ دپاکستان پوځیانو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

هغه وویل پاکستان دترهګرو مخنیوي دپاره افغانستان سره په لګیدلې پوله ۹۷۵پوستې جوړې کړي دي خو افغانستان یوازې۲۰۰ پوستې لري.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ترهګرو ډلو سره د لاتعلقۍ دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې له دې یوه ورځ دمخه په کابل کې دافغانستان دکورنیو چارو وزیر اؤ دملي امنیت د دارې مشر یو مطبوعاتي غونډې ته په وینا کې وویل پاکستاني چارواکو ته یې دهاغو ترهګرو نومونه اؤ درکونه ورکړي چې افغانستان کې په وروستیو بریدونو کې لاس لري.

هغوئ دا هم ویلي وؤ چې پاکستاني چارواکو ته یې هغه دیني مدرسې هم په ګوته کړي چې تندلاریتوب خورؤلو کې مرسته کو

XS
SM
MD
LG