لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چین افغانستان کې پخپله پوځي اډه جوړؤلو کابل سره خبرې کوي


افغان چارواکي وایي چين خپلې يوې ناقراره سيمې ته دتندلارو په ورننوتلو اندیښمن دی او هم له دې امله بيجنګ دافغانستان په لرې پرته سيمه کې ديوې پوځي اډې په جوړولو کابل سره خبرې کوي.
دخبري ادارې اى ايف پي دراپور ترمخه چين به دغه پوځي اډه دافغانستان په لرې پرته اؤ غريمه ييزه سيمه واخان کې جوړوي چې دغلته دچين او افغان پوځيانو ګډې ګزمې هم ليدل شويدي.
دچين دناقراره سيمې ژنګژانګ سره پیوست واخان دافغانستان هاغه يخه، سخته ، شاړه اؤ دافغانستان څخه تر دې حده پرې شوې برخه چې ددغه سيمې زياتره خلک دافغان جګړې څخه بې خبره دي
ددغه سیمې خلک که هرڅو له بې وزلۍ ډک ژوند تیروي خو دغه ژوند یې په سوله کې تیریږي.
دسيمې خلکو خبري شبکې اى ايف پي ته ويلي ددغه سيمې خلک دژنګژانګ دګاونډيانو سره کلکې اړيکې لري.
چين ويره لري چې دايسټ ترکستان اسلامک موومنټ( اي ټي ايي ايم) ايغور جنګيالي په بيجنګ دبريدونو لپاره دواخان په لاره ورتيريږي.
دڅیړونکو وينا ده چې چين دا ویره هم لري چې دعراق او شام څخه په تېښته دداعش جنګيالي دجنوبي ايشيا او ژنګژانګ څخه په ورتیرو افغانستان ته رسيدلى او يا د واخان دلارې چين ته ننوتلی شي.
دافغانستان ددفاع دوزارت مرستيال وياند محمد رامديش ويلي افغان او دچين چارواکو په دغه پلان ددسمبر په مياشت کې بيجنګ کې خبرې کړې وې خو جزئيات يې لا اوس هم په ډاګه کيږي
هغه ويلي” مونږ دا ( اډه) جوړوؤ، دچين حکومت افغان عسکرو ته دتجهیزاتو او تربيې ورکولو ژمنه کړې“
په کابل کې دچين دسفارتخانې يو لوړپوړي چارواکي يوازې دومره ويلى چې بيجنګ افغانستان کې دتوان سيوا کولو په هلو ځلو بوخت دى.
افغانستان کې میشت دناټو ځواکونو په دې اړه خبرو کولو څخه ډډه کړې خو امريکايي چارواکو په تيرو وختونو کې افغانستان کې دچين کردار ته هرکلى ويلى او په ډاګه کړې يې ده چې هغوي په افغانستان کې يو شان امنيتي انديښنې لري.
داکتوبر په مياشت کې دکيرغيز نسلي اقليت غړو ويلي وو هغوي ترڅو مياشتو په سيمه کې دچين او افغان ځواکونو ګډې ګزمې هم ليدلي

XS
SM
MD
LG