لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سروې رپوټ: پاکستان کې ۶۸ فیصده خبریالان په آنلاین خبریالۍ کې خوندي نه دي


د یوې تازه سروې له مخې په پاکستان کې ۶۸ فیصده خبریالان په آنلاین جرنلزم کې ځانونه خوندي نه ګڼي، ځکه چې وایي په بېلابېلو وسیلو یې د ریښتینې آنلاین خبریالۍ او د نظر د ازادۍ مخه نیول کېږي.

په پاکستان کې د ډیجیټل حقونو فاونډېشن (ډي آر ایف) په نامه د آنلاین ځورونو د مخنیوي او د بیان د ازادۍ لپاره کارکوونکې غیرحکومتي اداره په خپل رپوټ کې وایي، د دې هېواد خبریالان په آنلاین خبریالۍ کې د بدنامۍ له ډار، هېک کېدلو، ګواښونو، جنسي ځورونو، پټې څارنې او د ډیټا له غلا په خطر کې دي.

دغه رپوټ چې (په پاکستان کې د خبریالانو ډیجیټل ناامني) سرلیک ورکړل شوی، په دې هېواد کې د سروې په اساس لیکل شوی دی. په سروې کې د ګڼو خبریالانو نظرونه اخیستل شوي، چې هغوی څنګه د آنلاین خطرونو او اندېښنو له امله ځانونه خوندي نه ګڼي.

دا سروې په دوو برخو وېشل شوې، چې په لومړۍ برخه کې یې خبریالان د ډیجیټل امنیت په اړه پوښتل شوي دي او په دویمه برخه کې د هغو خبریالانو خبرې را اخیستل شوې دي، چې په آنلاین توګه له خطرونو او ځورونو سره مخامخ شوي دي.

رپوټ وایي په سروې کې له برخه اخیستونکو څخه ۶۸ فیصده کسانو ورته ویلي، چې له آنلاین ځورونو او خطرونو سره مخامخ شوي دي او دا څرګندوي چې په پاکستان کې اکثریت خبریالان له آنلاین خطرونو اندېښمن دي.

د دې رپوټ مقصد دا دی چې په پاکستان کې د پارلمان غړو او قانون جوړوونکو ته سپارښتنه وکړي، چې د خبریالانو د تحفظ په مسوده کې- چې تر غور لاندې ده- د آنلاین خطرونو موضوع هم شامله کړي.

رپوټ د خبریالانو پر ټولنو هم ټینګار کوي، چې د آنلاین خطرونو بېلابېلو بڼو ته په پام سره د ډیجیټل امنیت او رازدارۍ په اړه خبریالانو ته روزنه ورکړي.

XS
SM
MD
LG