چین او د ملګروملتونو پراختیايي ادارې (یو ان ډي پي) د جمعې په ورځ د څلورو میلیونو دالرو مرستې داسې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې د فاټا او بلوچستان خلکو او زده کونکو سره مرسته وشي.
د پاکستان د ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې ددغې پروژې له لیارې به فاټا ته له هغو ۸۱۰۰ بېرته راستانه شویو کورنیو سره مرسته کیږي کومې چې د نا امنیو له امله ځپل شوې وې.
همدارنګه په بلوچستان کې به د ۱۹۰۰۰ زده کونکو له ښونځیو سره هم له دغو پېسو مرسته وشي کوم چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو سیلابونو له امله ویجاړ شوي وو.
په پاکستان کې د چین سفیر یو جینک وویل، ددغې پروژې څخه څرګندیږي چې چین د پاکستان د خلکو کلک ملاتړ کوي.
نوموړي دا ژمنه هم وکړه چې هېواد به یې له پاکستان سره په راتلونکې کې خپلې مرستې نورې هم زیاتې کړي.