لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکی: د پاکستان بې مرستې افغان طالبانو ته ماتې ورکول ګران دي.


د امریکې د سیاسي چارو یو کارپوهه وايي افغان طالبانو ته په میدان ماتې ورکول یو نه تر لاسه کېدونکی مقصد دی او دا چې تر څو پاکستان طالبانو ته مرسته او محفوظ مرکزونه ورکوي افغان جګړه به روانه وي.

د امریکې په یونیورسټي آف ایکران کې د سیاسي چارو پروفیسر کارل کیلټن تهیلر د (ډېفنس پوسټ) په نوم یوه ویبپاڼه باندې لیکلې مقاله کې ویلي، د افغان جګړې حل له سیاسي لارې ممکن دی چې پکې افغان حکومت، طالبان، پاکستان، امریکا او هندوستان شامل وي.

نوموړي ویلي د هندوستان او پاکستان تر منځ له تاوتریخوالي کمولو پرته به افغانستان د نورو هېوادونو د امنیتي ګټو لپاره د جنګ یو میدان وي.

کارل کیلټن تهیلر ویلي د پاکستان پوځي مشران په دې خبره په اتفاق دي، چې هندوستان د پاکستان لپاره یو نه ختمیدونکې خطره ده او دا چې پاکستان مخالف افغانستان د پاکستان کمزوري کولو لپاره د هندوستان لپاره یو ذریعه ده.

نوموړی زیاتوي پاکستان دا نه شي زغملای، چې هندوستان يې له ختیځ او لوېدیځ دواړو اړخونو په خطر کې واچوي. کیلټن تهیلر وایي په پاکستان مخالف افغانستان کې د هندوستان موجودګي د دغه هیواد یو ذریعه ده چې پاکستان ته د دوی مخالف توندلاري او جاسوسان وردننه کړي او له دوی سره مرستې جاري وساتي چې پاکستان د دننه نه کمزوی کړي.

نوموړی وايي افغانستان کې امنیتي وضعه ورځ په ورځ نوره هم په خرابېدو ده او دا چې د افغانستان نه پس یوه بله سیمه د طالبانو او داعش له خطر سره مخ ده.

امریکايي څېړونکي ویلي، افغان پوځ او پولیس په دې حالت کې نه دي چې طالبانو ته د وسلو، د دوی په صفونو کې د نوو خلکو د روزنې مخه ونیسي او د دوی په ضد جګړې لپاره نوې او زیاتې اغېزمنې لارې جوړې کړي.

کیلټن تهیلر وايي که څه هم د دغو ډېرو مسلو لپاره افغان پولیس او ملي اردو ذمه وار دي، د افغان حکومت د مسلو یوه غټه وجه د افغان طالبانو د لاجیسټیکي، پوځي او مالي مرستو سرچینه ده چې د نوموړي په وینا د پاکستان پوځ دی.

طالبانو ته ماتې ورکول یا د دوی د طاقت کمزوري کولو لپاره دا ډېره مهمه ده چې دغه توندروه ډلې ته د دوی ایتلافي پاکستان له خوا مرستې ختمې کړی شي.

نوموړی زیاتوي د طالبانو لپاره د پاکستان پوځي ایسټیبلشمنټ د مرستو له کمزوري کولو پرته به په افغانستان کې جګړه هم هغسې روانه وي او د افغان حکومت لپاره به د امنیت ټینګول نور هم ګرانېږي.

د طالبانو د مرستې پر سر په پاکستان باندې د فشار اچولو او د دغه هیواد لپاره د امریکې پوځي او مالي مرستو کمولو د پاکستان له خوا له طالبانو سره د مرستو په تګلاره کې کوم غټ او حقیقي بدلون راوستی نه دی.

امریکايي څېړونکی وايي د ډانلډ ټرمپ انتظامیې له خوا د پاکستان پوځي مرسته بندول او د ښاغلي ټرمپ سختې ویناوې به د افغان طالبانو لپاره د پاکستان امنیتي چارواکو په مرسته کې کوم بدلون را نه ولي.

نوموړي ویلي له پاکستان سره د امریکې خلاف او د افغان طالبانو لپاره د مرستو په سر د ګواښونو خلاف ډېرې پتې شته دی چې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو لپاره لاجسټکې مرستې، د القایده، داعش او نورو توندلارو خلاف استخباراتي مرستې پکې شاملې دي.

نوموړی وايي په افغانستان کې د خپل اثر پر ځای ساتلو لپاره دا د پاکستان مهمه قامي امنیتي ګټه ګڼل کېږي چې له طالبانو سره خپلې مرستې ختمې نه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG